څنګه چې لیدل کیږي ځني ښاریانو د ښار په بیلا بیلو سیموکې د خپلو هټیو توکو په ایښودلو، د ګرځنده پلورونکو فعالیتونو، دکټارو په نصبولو او د موټرو په ودرولو سره یې پلې لارې بندې کړې دي. کابل ښاروالۍ هیڅ حکمي او حقیقي شخص ته اجازه نه ورکوي، چې له پلولارو څخه ناوړه ګټه پورته کړي. په دې توګه ټولو ښاریانو ته خبر ورکول کیږي چې، بندې شوې پلې لارې به د کابل ښاروالۍ د اړوندو مسوولانو له خوا پاکې او په عامه لارو کې جوړ شوي غیر قانوني تاسیسات ویجاړ او لېږدول کیږي. نو ښه به دا وي چې ښاري سرغړونکي دې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او خپل ځانونه دې اصلاح کړي، که نه نو بیا به دې شکایت حق و نلري.
د پلو لارو بندول، ښاري سرغړونه بلل کیږي
10 جوزا 1402