وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:32 ق-ظ
طلوع آفتاب 6:58 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 3:20 ب-ظ
اذان مغرب 5:03 ب-ظ
اذان خفتن 6:20 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

روزنامه های کابل

د افریقايي نسل یو زمری کابل ژوبڼ ته وسپارل شو

15 سنبله 1402

10413.jpg (1820 × 1024)

د حیوانانو او وحشي ژویو د ښې ساتنې او پالنې په موخه، د حشمت خان خلیل کرزي د کورنۍ له لوري د افریقايي نسل یو زمری کابل ژوبڼ ته وسپارل شو. د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب وویل: دا زمرۍ له نارینه افریقايي جنس څخه دی چې نوم یې ( شیرا) دی. د نوموړي په وینا دا زمری لس کاله عمر، ژیر رنګ، او توره غاړه لري چې، په کابل ژوبڼ کې له شته دریو زمریانو څخه توپیر لري. ښاغلي ثاقب وویل چې دا زمری د حشمت خلیل کرزي د کورنۍ په غوښتنه چې، له دې زمري یې خطر احساسوه او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لارښوونې سره سم د ډڼد ولسوالۍ له کرز کلي څخه د کندهار له لارې د تخنیکي ټیم له لوري کابل ژوبڼ ته را ولېږدول شو. د کابل ژوبڼ رئیس له وحشي ژویو څخه د ملاتړ په موخه، د یادې کورنۍ له دې نیک احساس څخه مننه وکړه. اوس مهال د دغه زمري ستړیا له منځه تللې او د کابل ژوبڼ له نورو زمریانو سره په یوه قفس کې ساتل کیږي. د کابل ژوبڼ نندارچیان کولای شي له دې زمري هم لیدنه وکړي. د یادونې وړ ده چې، یوه شترمرغه، ۱۶  چینايي مرغابۍ، دوه کلنګ او دوه تیتر هم د ډالۍ په توګه د حشمت خلیل کرزي د کورنۍ لخوا کابل ژوبڼ ته وسپارل شول