وضعیت هوا – کابل


لیست پروازها

اوقات شرعی کابل

درحال بارگذاری...

نرخ اسعار امروز

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

روزنامه‌های کابل

په شلمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

11612.jpg (1820 × 1024)

په شلمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د یادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغغور عمري، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو له لوري د نیالګيو په کېنولو سره پیل شو. د شلمې ناحیې رئیس د دغو مراسمو ګډونوالو ته وویل: د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د نیالګیو کېنولو موسم مناسب فرصت دی چې باید له لاسه یې ورنه کړي، نیالګي کېنوي، اوبه ورکړي او ساتنه یې وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالي به د ښاریانو په مرسته د ښار په کچه خپل د زرغونتیا پلانونه پلي کړي. د يادونې وړ ده، چې د شلمې ناحيې د بېلا بېلو سيمو د زرغونتیا په موخه، د يو شمېر سوداګرو او پانګوالو له خوا هم (۱۲۰۰) نيالګي مرسته شوې ده