وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 4.24 ق-ظ
طلوع آفتاب 5.56 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:15 ب-ظ
اذان مغرب 6.11 ب-ظ
اذان خفتن 7:32 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1000 تومان 0.840 افغانی
1000 کلدار 252 افغانی
1000 هندی 822 افغانی

روزنامه های کابل

د زرغون کمربند اړوند د تنګي غارو په سیمه کې د میوه لرونکو نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولو چارې روانې دي

13760.jpg (1820 × 1024)

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین پر لړ کې د نولسمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند د تنګي غارو  په سیمه کې د پستې، روسۍ ولو، ارغوان، مورپان، ناجو او د سرو شاو خوا لس زره نیالګي کېنول شي. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان وویل چې، د تنګي غارو د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د مني له موسم سره برابر د روزل شویو لسګونه زره نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولو چارې روانې دي ترڅو یاده سیمه په یو غوره او مناسب تفریحي ځای بدل شي. نوموړي زیاته کړه: د ښار په دننه کې د زرغونو سیمو د پراختیا سربېره، د کابل ښار د غرونو او تپو د لمنو زرغونولو ته هم پام شوی دی ترڅو سالم ښاري ژوند او ذهني آرامتیا ته زمینه برابره او خلک پاکې هوا او سالم ښاري چاپېریال ته لاس رسی ومومي