وضعیت هوا – کابل


لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

درحال بارگذاری...

نرخ اسعار امروز

درحال بارگذاری...

روزنامه های کابل

د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامي- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

13849.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا، د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامي- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پر وړاندې، د خنډونو پاکولو، کیندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د نږدې (۱۸) میاشتو په موده کې به په بنسټیزه توګه جوړ شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، د کابل د ختیځ زون له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کیږي، د یوه لوی پله، پلچکونو، استنادي دېوال، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم په کې شامل دي. له دغې پروژې څخه په دوامداره توګه  فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي