شاه محمود "درویش"

د علم اوپوهې ترلاسه کول او په ټوله کې د سواد زده کړه، د هرې ټولنې د پراختیا او پرمختګ اصلي شرط بلل کېږي، بناً نن سبا چې د اوسنۍ نړۍ د پرمخ تللو او صنعتي هېوادونو د تمدن او پرمختګ وړانګې تر سترګو کېږي، له شک پرته هغه د علم او پوهې د لاسته راوړنې له برکته دي. د پوهې او مهارت سره مل انساني ځواک په حقیقت کې د پراختیا او پرمختګ د ونې ریښه ده، پردې بنسټ د انساني ځواک په ډګر کې پانګونه ډېره ګټوره او مهمه بلل کېږي. هېره دې نه وي چې، د سواد زده کړه د پراختیا او پرمختګ اصلي شرط دی، ښونځی او مدرسه د زده کړې لیکلو او لوستلو برسیره، په وګړو کې د پلټنې حس ژوندی کوي او هغه په اجباري ډول د کورنۍ یا قبیلې تنګ چاپېریال څخه راوباسي، شخص له خپلې دنیا څخه متفاوته دنیا کشفوي، یوازې په همدې یو دلیل دی چې، ښوونځی او مدرسه کولای شي د پراختیا او پرمختګ اصلي محرک او د وروسته پاتې کېدو او فقر د مخنیوي لامل و اوسي.
دا واقعیت دی کوم ملت چې، د سواد او پوهې له نعمت څخه محروم وي تل به د پرمختللو او باسواده هېوادونو تر لاس لاندې وي.
د ویلوده چې،خرافات، ړانده تقلیدونه، فقر، لوږه، د ډول ډول ناروغیو خپرېدل او د ناوړه موخو شتون په هغو خلکو کې پیدا کېږي چې، د سواد او کلتور له نعمت څخه بې برخې وي. نو ددې لپاره چې موږ یوه سرلوړې، پتمنه او نا پېیلې ټولنه ولرو چې پردیو ته لاس اوږد نه کړو او خپل ټولنیز، فردي کړاوونه، اړتیاوې چې، په پوهې او کلتور پورې تړاو لري په خپل لاس لرې او ترسره کړو، باید د ټولو بشري ګټورو زده کړو ترلاسه کولو لپاره زیار وباسو او د اړتیا وړ علومو، یعنې ټولو څانګو کې متخصص او غښتلي وګړي ولرو. البته علم د پوهې او پېژندنې په معنا دی، پوهه د رڼا په څېر د انسان زړه او دماغ روښانه کوي، انسان له بې لارۍ او مایوسۍ څخه ژغوري او خپلې موخې ته یې د رسېدو لارې چارې برابروي. له بلې خوا ناپوهي داسې تیاره ده چې، انسان له ډار، ګواښ او خوارۍ سره مخ کوي.
بناً د ویلوده چې، علم او سواد په یو هېواد کې زیات اهمیت لري، په ځانګړي توګه زموږ په ګران هېواد سرلوړي افغانستان کې چې، د وروستیو کابو څلورنیمو لسیزو په ترڅ کې له ناخوالو او جګړو سره مخ شوی ؤ او په یو ډول له دغه الهي نعمت او ډالۍ څخه محروم ؤ. خو په افغانستان کې د اسلامی امارت په بیا وکمنېدو سره شکر الحمدالله امنیت او ثبات هم دواړه ټینګ شوي دي، په دې توګه ډیره اړینه ده چې، د اسلامي امارت اړوند مسئولې ادارې باید ډیره هڅه او هاند وکړي او د هېواد نوي نسل ته په ټولیزه توګه په هغو سیمو کې چې تر اوسه پورې د زده کړې زمینه نده برابره شوې، خپل امکانات په کار واچوي ترڅو هغوی ته هم د زده کړې زمینه برابره شي، ترڅو دوی هم په ښه توګه د علم او پوهې له بیساري نعمت څخه برخمن او د خپلو پوهنیزو وړتیاوو په مټ په راتلونکې کې هېواد او هېوادوالوته د غوره خدمتونو د ترسره کولو جوگه شي او گران افغانستان هم د نوي نسل د پوهنیزو وړتیاوو په برکت، ورځ تر بلې د ترقي او پرمختگ پر لور مخ په وړاندې لاړ شي.


