الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د دوو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې

1 اسد 1405


کابل ښاروالۍ د استوګنې لپاره د مناسب ځای د چمتوکولو، له ځمکو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د ښار د معیاري پراختیا په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د تنظیف ریاست شاته د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل کړې.
په دې پروژه کې چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست د ډیزاین له مخې، په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه کې پلي کېږي، د تکهوۍ په ګډون د دوو لس پوړیزو بلاکونو جوړول شامل دي.
د دې پروژې په چوکاټ کې به په ټولیزه توګه ۸۰ استوګنیز اپارتمانونه جوړ شي.
د دغو بلاکونو په هر پوړ کې څلور، څلور اطاقه اپارتمانونه، چې په ټولو اړینو آسانتیاوو سمبال دي، په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوې دغه پروژه تر راتلونکو ۱۳ میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د اوسېدونکو د هوساینې په موخه، لفټ، د ښاري او لمریزې برښنا، د اور وژنې سیستم، زرغونې سیمې، پلی لارې، د موټرو تمځای او نورې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران به د دې پروژې د پلي کېدو له ټولو پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې کیفیت تضمین شي.
یاده اداره هوډ لري چې، د نویو او معاصرو لارو چارو په کارولو سره ورته نورې پروژې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې هم طرحه او پلې کړي څو، استوګنیزو کورونو ته لاس رسی ډېر، له ځمکو اغیزمنه ګټه پورته او د غیرپلاني سیمو پلاني کېدو ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، د پلان له مخې به په راتلونکي کې په یاده سیمه کې په ټولیزه توګه ۳۶ استوګنیز بلاکونه جوړ شي، چې د تخنیکي سندونو له بشپړېدو او د پلان له منظورېدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.