
د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د شېردروازې غره په زرغون کمربند کې د نیالګیو کېنولو چارې روانې دي.
په دې اړه جوړه شوې برنامه کې چې، ګذر وکیلانو او د لومړۍ ناحیې یو شمېر اوسېدونکو هم ګډون کړی ؤ، د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل:« د سړکونو په ګلدانونو او پارکونو کې د نیالګیو کېنولو سربېره، د کابل ښار د غرونو او غونډیو د زرغونو کمربند په پروژه کې د میوه لرونکو او بې میوې نیالګیو د کېنولو چارې روانې دي او په منظمه توګه به ترې ساتنه وشي». د نوموړي په وینا؛ ونې د سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
د زرغونتیا رئیس له ښاریانو وغوښتل چې، د نیالګیو د کېنولو، خړبولو او ساتنې په برخه کې خپل ښاري مسئولیت په سمه توګه اداء کړي.
د نوموړي په وینا؛ د نیالګیو له کېنولو څخه موخه، د زرغونو سیمو پراختیا، د سالم چاپېریال رامنځته کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا ده.
د کابل ښار زرغون کمربند پراختیا مومي


