الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هر نیالګي ساتنه او پالنه، زموږ ټول ګډ مسئولیت


«ناصري»
هرانسان د پاک او ښایسته چاپېریال د لرلو هیله لري، خو په ساتنه او پالنه کې یې بیا خپل مسئولیت نه ادا کوي. که په انټرنیټ او یا هم له نږدې په نورو هېوادونو کې د طبیعت ننداره وکړو، نو په زړه مو منګولې لګوي او له ښکلا يې خوند اخلو.
په ځینو هېوادونو کې چې د طبیعي ښکلا منظرې نه وي او یا هم کمي وي، نو وګړي يې د مصنوعي غرونو، چمنونو، ګلانو او ورته نورو په جوړولو اقدام کوي او خپله تنده پرې ماتوي. دا په داسې حال کې ده چې، زموږ او د نړۍ د نورو هېوادنو د وګړو تر منځ په فزیکي جوړښت کې کوم توپیر نشته دی، بلکې یوازې مسئولیت، وړتیاوې او پوهه ده چې یو له بله پرې توپیر کېدای شي.
موږ ډېری وخت مسلکي او حرفوي کارونه په اړوند خلکو پورې منحصر ګڼو او په دې برخه کې د مسئولیت او بې مسئولیتۍ خبره کوو.
دا ښکاره ده چې زموږ د هېواد د نفوس ډېره برخه په کرنې او مالدارۍ بوخته ده او له دغې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي، نو کرنه نه یوازې د طبیعت د ښکلا لپاره ده، بلکې د انسانانو اقتصادي او خوراکي اړتیاوې هم پوره کولای شي.
په هېواد کې به د کرني او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ښاروالۍ، د طبعي شتمنیو د ساتنې او پالنې په نامه بنسټونو او د طبیعت د سمسورتیا نورو خواخوږو ډیرې هلې ځلې کړې، خو دا یوازې د دوی دنده او مسئولیت نه دی، بلکې دا زموږ ټولو دیني او ملي دنده ده چې، د نیالګیو او د طبیعت د نورو بوټو او ونو ساتنه او پالنه وکړو.
ښکاره ده چې، کابل ښاروالۍ او نورې اړوند ادارې او بنسټونه د پسرلي په موسم کې د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، په زرګونو نیالګي او زینتي بوټي کېنوي، خو چې څه موده تېره شي، نو د کېنول شويو بوټو څانګې مړاوې او د وچېدو په حال کې وي او یا هم له خپله ځایه ویستل شوي وي، چې دا کار د ښاریانو د بې مسئولیتۍ څرګندویي کوي.
په کابل ښار کې پرته له هغو پارکونو او تفریحي ځایونو څخه چې، ځانګړي ساتونکي لري، نور ټول هغه ځایونه چې ونې او نیالګي پکې کېنول شوي دي له ګواښ سره مخ دي او د یو شمېر بې پروا ښاریانو له خوا يې د ویجاړېدو هڅې کېږي.
په ښار کې به مو ډېر لیدلي وي، چې د سړک پرغاړو په کېنول شویو نیالګیو پورې، ځیني خلکو خپل بایسکلونه تړلي وي، یا يې د موټرو ټایرونه ورته تکیه کړي وي او نورې بېلګې يې هم شته چې، یو شمېر بې مسئولیته خلک له تازه او یا ځوانو نیالګیو ناوړه ګټه اخلي او باالاخره دا نیالګي وچېږي او چاپېریال ککړ او سپېره پاتې شي.
تر عامو خلکو د چاپېریال ساتنې متخصصین پر دې ښه پوهېږي، چې ونې او بوټي د چاپېریال په ښکلا او د ناروغیو او طبیعي پېښو په مخنیوي کې څومره اغېزناکې دي.
که هر کال د کېنول شویو نیالګیو کره شمېره جوته شي او په دې برخه کې لومړی اړوند مسئولین او ورپسې عام ښاریان د نیالګیو په ساتنې او پالنې کې پوره ونډه واخلي، نو په ټولنه کې به ډیری ناروغۍ او ککړه هوا، چې د انسانانو ژوند ګواښي په بشپړ ډول له منځه لاړه شي او موږ به د یوه پاک او سمسور چاپېریال درلودونکي شواو په همدې موخه هر ښاري ته په کار ده چې، د خپل ملکیت مخې ته او یا په نورو ښاري سیمو کې د کېنول شویو نیالګیو، بوټو او ونو څارنه او پالنه پر وخت وکړي.
دا باید په یاد ولرو چې، د زرغونو سیمو جوړول د طبیعت پرښکلا او اقتصادي ګټې سربېره، د ارواپوهنې د علم له مخې د انسان روح او دماغ هم تازه او آرام ساتي. د اروپوهانو په باور زرغون رنګ د انسان روح ته سکون او آرام وربخښي.
د ښاریانو بې مسئولیتي په مستقيم او غېر مستقيم ډول د طبيعي سرچينو او د ژوند چاپيريال په ویجاړولو کې خپل اغېز لري، نو په همدې توګه د چاپېريال ساتنې په اړه زموږ له خوا د مسئولیت نه احساسول، چاپېريال ته ستر ګواښ ګڼل کېږي.
څنګه چې لیدل کېږي ډیری ښاریانو تر اوسه د خپل چاپېریال د پاک او خوندي ساتلو لپاره اړینې هڅې نه دي کړي، خو اوس هم وخت شته، چې دوی د خپل چاپېریال د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي او دغه راز د نیالګیو داسې ساتنه او پالنه وکړي لکه د خپل کور چې کوي.
په پای کې هیله دا ده چې، کابل ښاریان په خپل اړوند چاپېريال او نورو ښاري سیمو کې د کېنول شویو نیالګیو ساتنه او پالنه وکړي، ځکه ونـه نـه يـوازې د طبيعـت ښـکلا ده، بلکـې د بشري ژوندانـه پـه دوام کـې خـورا مهمـه ونډه لـري او سـاتنې او پالنې ته یې پاملرنـه د ټولـو انسانانو دنده او مسئولیت دی.