
د ښاري نظم د ښه والي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ښاري نظم د عملیاتي کمېټې له خوا او د لسمې ناحیې د مسئولینو، ترانسپورت مدیریت، د مرور شرطې د مدیریت او د امنیتي حوزې د استازو په مرسته د یادې ناحیې په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د ښاري نظم پلان پلی شو.
په دې برنامه کې د لسمې ناحیې ګڼې سیمې وڅارل شوې او خپل سرو غرفو، په پلیو لارو کې خنډونو او ښاري بې نظمیو ته رسېدنه وشوه. دا لړۍ به د بشپړ ښاري نظم تر رامنځته کېدو پورې روانه وي.
ورته مهال د یاد پلان په چوکاټ کې د ښاري ترانسپورت د وضعیت د ښه کېدو، د ښارد پاکوالي او ترافیکي بهیر په برخه کې هم اړین ګامونه پورته شول.
مسئولین ټینګار کوي چې، له اړوند ادارو سره په همغږۍ به په دې برخه کې څارنې دوام ولري څو د پلیو لارو له ناقانونه کارونې او د ښاري نظم له ګډوډېدو مخنیوی وشي.
د لسمې ناحیې په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمه کې د ښاري نظم پلان پلی شو
4 قوس 1405


