الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پیاوړې سوداګریزې اړیکې


عصمت الله «شګیوال»
افغانستان او ازبکستان د جغرافیایي نږدېوالي او ګډو اقتصادي ګټو له امله له پخوا راهیسې پیاوړې سوداګریزې اړیکې لري. په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا پسې پراخه شوې، چې د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي. دا اړیکې نه یوازې د توکو د راکړې ورکړې زمینه برابروي، بلکې د ترانزیټ، پانګونې او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لامل هم ګرځي. له همدې امله، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره ځانګړی اقتصادي اهمیت لري.
افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د یوه مهم جغرافیایي پل حیثیت لري او ازبکستان د منځنۍ آسیا له مهمو اقتصادي هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې،همدې ځانګړتیاوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ارزښت لا لوړ کړی دی. په تېرو نږدې پنځو کلونو کې دا اړیکې د پام وړ پیاوړې شوې دي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کوي. خو پوښتنه داده چې، سوداګري یا تجارت څه ته وايي…؟
تجارت یا سوداګري د انسانانو ترمنځ د توکو راکړې ورکړې او د خدمتونو ترسره کولو ته ویل کېږي، چې له پخوا وختونو راهیسې د ټولنو د پرمختګ بنسټ جوړوي. هر هېواد د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نورو هېوادونو سره سوداګري کوي، ځکه نو سوداګري د اقتصاد یو مهم رکن بلل کېږي.
صادرات د هېواد عواید زیاتوي او ملي اقتصاد پیاوړی کوي، په داسې حال کې چې واردات د خلکو اړتیاوې پوره کوي او د ژوند کچه لوړه وي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم شاوخوا (۹۸۹) میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې له دې جملې څخه(۱۲۹) میلیونه ډالره صادرات او(۸۶۰) میلیونه ډالره واردات دي.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، د افغانستان صادراتي توکي غیر الکولي مشروبات، کرنیز محصولات، کچالو، کشمش، هینګ، د هینګ تخمونه او غالۍ دي. په مقابل کې، له ازبکستان څخه واردېدونکي توکي زیاتره اوړه، غنم، پطرول، کیمیاوي سره، اوبړن طبیعي ګاز او صنعتي خام (اومه) توکي دي.
د ازبکستان د ملي احصایوي کمېټې د راپور له مخې چې، د «ټرېنډ نیوز اژانس» له خوا خپور شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د(۲۰۲۶) کال په لومړیو دوو میاشتو (جنوري او فبروري) کې (۲۹۸.۴) میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. دا شمېره د (۲۰۲۵) کال په پرتله (۸.۲۱) سلنه، د(۲۰۲۴) کال په پرتله (۴۵.۵) سلنه او د (۲۰۲۳) کال په پرتله (۸۴.۴) سلنه زیاتوالی ښيي، چې د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ څرګندوي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې، د منځنۍ آسیا له هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان سره د سوداګرۍ پراخول د افغانستان لپاره یو مهم ګام دی، ځکه دا کار نه یوازې د سوداګریزو لارو تنوع زیاتوي، بلکې د محدودو لارو پر انحصار هم کموالی راولي.
سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو د درملو سوداګرو ترمنځ د څه باندې (۲۵) میلیونه ډالرو په ارزښت (۳) سوداګریز قراردادونه لاسلیک شوي دي، چې دا د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا یوه مهمه نښه ده.
نو ویلی شو چې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تېرو پنځو کلونو کې په چټک ډول پراخې شوې دي.
دا اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره هم ارزښت لري.
تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې به دا اړیکې لا نورې هم وغځېږي او د سوداګرۍ کچه به نوره هم لوړه شي.