
عزیزي
کتابتون هغه منظم او تنظیم شوی ځای یا سیستم دی چې، په هغه کې کتابونه، مجلې، سندونه او نورې معلوماتي سرچینې تنظیم او ساتل کېږي چې، خلکو ته د مطالعې، څېړنې او زده کړې زمینه برابروي. په بل عبارت، کتابتون د پوهې هغه منظم مرکز دی چې معلومات راټولوي، ساتي یې او خلکو ته یې د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې کوي.
د تاریخ په اوږدو کې کتابتونونه د علمي، کلتوري او ښوونیزو بنسټونو له تر ټولو مهمو ارکانو څخه ګڼل شوي چې، په اوسني وخت کې هم څو اړخیز او خورا حیاتي اهمیت لري. د بریښنایي ټکنالوژۍ د پراختیا او د معلوماتو د حجم د زیاتوالي له امله د داسې مرکزونو اړتیا چې، معلومات یې په دقیق، منظم او باوري ډول کاروونکو ته وړاندې کړي، تر بل هر وخت زیاته شوې ده او په کار ده چې، په دې برخه کې منظم، ارزول شوي او لرلید لرونکي پلانونه جوړ او پلي شي.
پخوا کتابتونونه تر ډېره د کتابونو او خطي نسخو د ساتلو د ځایونو په توګه پېژندل کېدل، خو نن ورځ دا مفهوم په بشپړه توګه بدل شوی دی. پرمخللي کتابتونونه نه یوازې د پوهې زېرمې دي، بلکې د زدهکړې، څېړنې او ټولنیز تعامل فعال مرکزونه ګرځېدلي دي. د معلوماتو په نننۍ نړۍ کې د کتابتون په څېر د بنسټونو شتون، د دغو معلوماتو د تنظیم، دودولو او تر نورو د رسولو په برخه کې مهم او اړین ګڼل کېږي.
دلته غواړو په څو برخو کې د کتابتون د شتون او اهمیت په اړه درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړو:
لومړی: د علم او پوهې په پرمختګ کې د کتابتون رول
کتـابتونونه د تعلیمي او څېړنیز نظام له بنسټیزو ستنو څخه دي، زده کړیالان، استادان او څېړونکي د علمي څېړنو لپاره معتبرو او دقیقو سرچینو ته اړتیا لري چې، د کتابتونونو شتون کولای شي دا اړتیا پوره کړي. همدا راز کتابتونونه خلکو ته د څېړنې لارې ورښیي، د معلوماتو د لټونو مهارتونه شریکوي او د علمي ډیتابیس د ساتلو کړنلاره غوښتونکو ته ښيي. دا خدمتونه د کاروونکو علمي کچه لوړوي او د څېړنو کیفیت ښه کوي.
له بلې خوا، کتابتونونه د پوهنیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې بشپړونکی رول لري، زدهکوونکي او زده کړیالان کولای شي د کتابتون له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې له درسي کتابونو پرته، خپل علم او پوهه پراخ او خپله معلوماتي پانګه لا غني کړي.
دویم: د کتابتون کلتوري او ټولنیز رول
کتابتونونه د مطالعې کلتور په دودولو، پیاوړتیا او د ټولنې د عامه پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري. د کتاب لوستلو ناستې، روزنیز ورکشاپونه، د کتاب نندارتونونه او د آثارو د نقد او ارزونې غونډې، د ټولنې د کلتوري ودې لامل ګرځي.
همدا راز کتابتونونه د عامه او د لاسرسي وړ چاپېریال په توګه، د ټولنې ټولو برخو ته د معلوماتي سرچینو د برابرې لاسرسۍ زمینه برابروي.
دا کار د تعلیمي او معلوماتي نا انډوالۍ په کمښت کې مرسته کوي. کتابتونونه کولای شي د ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره یو خوندي او آرام چاپېریال چمتو کړي او هغوی له ټولنیزو ستونزو څخه په امن وساتي.
درېیم: په ډیجیتلي نړۍ او د معلوماتي ټکنالوژۍ په غني کولو کې د کتابتون رول
د معلوماتي بریښنایي پرمختګ د کتابتونونو پر جوړښت او فعالیت ژور اغېز کړی دی، نن ورځ ډېری کتابتونونه بریښنایي خدمات وړاندې کوي، لکه د برېښنایي کتابونو، آنلاین مجلو، ډیټابېسونو او بریښنایي آرشیفونو جوړول او لاسرسی.
دا بدلون د دې لامل شوی چې، کاروونکي هر وخت او هر ځای خپلو اړینو سرچینو ته لاسرسی ومومي.
همدا راز د «بریښنایي کتابتون» مفهوم د اوسني عصر له مهمو لاسته راوړنو څخه دی، په دې ډول کتابتونونو کې سرچینې په برېښنایي بڼه وړاندې او ساتل کېږي، چې د وخت او لګښت سپما رامنځته کوي.
تر ټولو مهمه دا چې، د کتابتون د مسئول رول هم بدلون موندلی او هغه د معلوماتو یو متخصص ګرځېدلی دی، چې نه یوازې د سرچینو مدیریت کوي، بلکې کاروونکو ته د دقیقو معلوماتو په ترلاسه کولو او د ناسمو معلوماتو په مخنیوي کې هم مهمې لارښوونې کوي.
په اوسني وخت کې د کتابتونونو پر وړاندې شته ننګونې
سره له دې چې، کتابتونونه د عامه ذهنیت په جوړولو او د ټولنې په مدیریت کې مهم رول لري، خو بیا هم دا برخه له ځینو ننګونو سره مخ ده.
تر ټولو مهمه ننګونه د خصوصي کتابتونونو مالي سرچینو او بودجې کمښت دی، چې کولای شـي د خدمتونو د پراختیا او د نویو سرچینو د رامنځته کولو مخه ونیسي.
له بلې خوا، له انټرنېټ او غیر رسمي سرچینو سره سیالي هم یوه بله ننګونه ده، ډېری خلک هڅه کوي معلـومات له چټکـو خو کله ناکله له نا معتبرو سرچینو څخه ترلاسه کړي، چې دا کار د ناسمو معلوماتو د رسولو او په ټولنه کې د فکري نه همغږۍ لامل ګرځي.
همدا راز د کاروونکو د اړتیاوو بدلون او له نوې ټکنالوژۍ سره همغږي، د دې لامل شوی چې، کتابتونونه ګوښه شي، خو حل لاره دا ده چې، د کتابتونونو ورځنی بهیر ښه وڅارل شي، د کاروونکو اړتیا وپېژندل شي او د معلوماتو غني سیستمونه رامنځته شي. خو له ننګونو سره سره د کتابتونونو د ودې لپاره ډېر فرصتونه هم شته، د نوې ټکنالوژۍ لکه مصنوعي ځیرکتیا، د لټون پرمختللي سیسټمونه او د سرچینو بریښنایي کول، د خدمتونو کیفیت لوړولای شي.
د کورنیو او نړیوالو کتابتونونو ترمنځ همکاري، د معلوماتي شبکو رامنځته کول او د سرچینو شریکول، پوهې ته د لاسرسي زمینه پراخوي.
په پای کـې ویلای شـو چې، کتابتونونه په نننۍ پرمختللې نړۍ کې نه یوازې دا چې، ارزښت یې له لاسـه نـه دی ورکـړی، بلکې د معلوماتو او پوهـې د مدیریت د ژوندیو مرکزونو په توګه یې رول لا پیاوړی شوی دی.


