د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې د نوروزآباد (ایمل مهمند) له څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د نوې نښلوونکې سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې شي.
دا سړک د ۲۰۹۶ مترو په اوږدوالي، د ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به
دغه پروژه چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وه، اوس مهمو کاري پړاوونو ته داخله شوې او ډیری برخې یې بشپړې شوې دي.
د دې پروژې سره د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ انجنیران د سړک جوړونې له ټولو پروژو څخه تخنیکي او فني څارنه ترسره کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې، د پروژو په کارونو کې ناغیړي وکړي.
د نوروز آباد- دولسمې امنیتي حوزې د سړک جوړولو چارې روانې دي


