الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار تاریخي دېوالونه؛ د کابل ساتونکي


ا.الکوزی
کابل ښار د تاریخ په اوږدو کې تل د تمدنونو، سوداګرۍ او سیاسي بدلونونو یو مهم مرکز پاتې شوی دی. د همدې ستراتیژیک اهمیت له امله، د ښار د سـاتنې لپاره بېلابېل دفاعي جـوړښتونه رامنځته شوي چې له ډلې یې د شېر دروازې او آسمایي غره پر سر جوړ شوي تاریخي دېـوالونه ځانګـړی ځای لري. دا دېوالونه نه یوازې د ښار د دفاع نښه وه، بلکې د کـابل د لرغوني هویت او تمدني پرمختګ څرګندونه هم کوي.
د کابل د دېوالونو بنسټ د پنځمې میلادي پېړۍ شاوخوا ته رسېږي، هغه مهال چې د کـابل شـاهانو یا «رتبیل شاهانو» واکمني وه. دا واکمنان چې د یفتلیانو او کوشانیانو له پاتې شونو څخه ګڼل کېږي، کابل یې د یوه مهم نظامي او سوداګریز مرکز په توګه اداره کاوه. د بهرنیو یرغلونو د مخنیوي لپاره، دوی د ښار شاوخوا په غرنیو سیمو کې پیاوړي دېوالونه جوړ کړل تر څو ښار خوندي وساتي.
دغه دېوالونه په ځانګړي ډول د هغو تنګو لارو کنټرول لپاره جوړ شوي وو چې، ښار ته دننوتو مهمې دروازې بلل کېدې.
د شېر دروازې او آسمـایي تر منځ سیمه، چې وروسته د «ګذرګاه» په نوم یاده شوه، د همدې دفاعي سیستم یوه مهمه برخه وه.
کله چې ظهیرالدین محمد بابر کابل ونیوه، ښار ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه او د بالاحصار په شاوخوا کې یې دفاعي جوړښتونه ترسره کړل، وروسته یې زوی کامران میرزا دغه دېوالونه بیا ورغول.
په مغلي دوره کې شاه جهان هم د کابل په بیا رغونه کې مهم رول ولوباوه او د ښار د دېوالونو او بالاحصار بیارغاونې ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه.
وروسته، د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال، د کابل دفاعي جوړښتونو ته بیا پاملرنه وشوه، نوموړي خپل سپه سالار محمدجهان خان ته امر وکړ چې، د ښار شاوخوا یو نوی او پیاوړی دېوال جوړ کړي چې د توپونو او نویو وسلو پر وړاندې مقاومت ولري. دا دېوال په لنډ وخت کې بشپړ شو او ګڼې دروازې یې لرلې، لکه د کندهار دروازه، د ګذرګاه دروازه او…
وروسته تیمورشاه دراني هم کابل ته د پلازمېنې په توګه ځانګړې پاملرنه وکړه او د ښار دېوالونه او دروازې یې لا پیاوړې کړې.
د تاریخي او کلتوري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې، دا دېوالونه یوازې د تیږو او خټو جوړښتونه نه دي، بلکې د افغانستان د تاریخي هویت مهمه برخه ده، چې ساتنه یې د دولت او خلکو ګډ مسئولیت دی.
د کابل تاریخي دېوالونه د دې ښار د زرګونو کلونو تاریخ ژوندي شاهدان دي. له پخوانیو شاهانو رانیولې تر مغلو او دورانیانو پورې، هر دور هڅه کړې چې دا ښار خوندي وساتي. که دا ارزښتناکه آثار له منځه لاړ شي، نو د تاریخ یوه مهمه برخه به هم ورسره ورکه شي.

از مقالات هفته‌نامه پامیر