
استملاک هغه قانوني بهیر ته وايي چې، حکومت یا دولتي اداره د عامه ګټو لپاره د یو کس شخصي ملکیت (لکه ځمکه، کور، هټۍ یا بڼ) د قانون له مخې اخلي، خو په بدل کې یې مالک ته مناسب تاوان یا بدیل ورکوي.
د ټولګټو او زیربنايي پروژو د پلي کولو په برخه کې استملاک مهمه برخه ده چې، له مخې یې شخصي او دولتي ملکیتونه په عامه ملکیتونو بدلېږي او پر بنسټ یې د پروژو د پلي کولو لپاره زمینه برابرېږي.
کابل ښاروالۍ یوازې د تېر ۱۴۰۴ کال په ۱۱ میاشتو کې شاوخوا ۱.۲ میلیارده افغانۍ د پراختیایي پلانونو د پلي کولو په موخه، د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د بدیلو حقونو په توګه ورکړې دي او دا شمېره د دې ښکارندويي کوي چې، کابل ښاروالۍ د ښاریانو د حقونو ورکولو په برخه کې ژمنتیا لري او د استملاکي پروژو د پلي کېدو پر مهال د کړنلارو او اصولو له مخې د جایدادونو مالکانو ته بدیل حقونه ورکوي.
جوته ده چې، اوس د ښاري مدیریت په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د خلکو د همکارۍ کچه لوړه شوې او ښاریان ډاډمن شوي دي چې، د دې لویې خدماتي ادارې مشرتابه د خدمت کولو په برخه کې پیاوړی هوډ لري او لیرې نه ده چې، د یوه آباد کابل ښار د درلودلو په برخه کې د ښاریانو هیلې په حقیقت بدلې کړي.
اوس مهال موږ د دې شاهدان یو چې، په ډېری پروژو کې ښاریان په خپله حاضر شوي، څو د پروژو د پلي کولو لپاره زمینه برابره او خپل ملکیتونه په خپله ویجاړ کړي.
حتي د داسې پېښو شاهدان هم یو چې، ښاریان د استملاک پرمهال وايي: موږ له خپلو ملکیتونو تېر یوو، خو سړک دې راته جوړ شي.
که له یوې خوا استملاک د ښاریانو لپاره په پیل کې یوه ستونزمنه موضوع ده او دوی داسې انګېري چې، ډېر زیان یې لیدلی دی، خو له بلې خوا له استملاک وروسته د پروژو په پلې کېدو سره د دوی د پاتې ملکیتونو ارزښت لوړېږي او سیمې اقتصادي وده کوي.
ټاکل شوې ده چې، کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۵ کال کې هم شاوخوا ۲۳۳ ټولګټې او زېربنايي پروژې پلې کړي چې، د دغو پروژو ډېری برخه د سړکونو جوړولو ته ځانګړې شوې ده.
کابل ښاروالۍ یو ځل بیا له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د دغو پروژو او نورو پرمختیايي پلانونو د پلي کولو په برخه کې د تل په شان له دې ادارې سره مرسته وکړي او د پروژو د پلي کولو پرمهال دې د خنډ او ځنډ لامل نه شي.
د پامیر سرمقاله (د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه)


