
✍🏻 فهیم «دانش»
طبیعي خبره ده چې، هر انسان په خپل ورځني ژوند کې له ستونزو، تکلیفونو او کړاوونو سره مخ کېږي. هېڅ انسان نشي کولای داسې ژوند ولري چې، په هغه کې خنډ، فشار یا نور ستونزمن حالتونه تجربه نه کړي. د انسانانو بریالیتوب د ستونزو په شتون کې له منځه نه ځي، بلکې انسان باید هڅه وکړي چې له راولاړو شویو ستونزو سره مقابله وکړي او په پوره غور سره ورته د حل لارې ولټوي. له بلې خوا، وېره د انسان ذهن محدودوي او د پرمختګ مخنیوی یې کوي، خو له ستونزو سره مقابله او مثبت فکر کول، انسان ته دا توان ورکوي چې، هره ستونزه د خپل ځان لپاره یو فرصت وګڼي.
کله چې انسان له ستونزو ووېرېږي، نو په حقیقت کې خپله انرژي له منځه وړي، ځکه وېره نه یوازې دا چې ستونزه نه حلوي، بلکې هغه لا پسې لویه او پېچلې کوي. خو برعکس، که یو څوک له ستونزو سره په زغم او حوصلې مقابله وکړي، نو کولای شي مناسبې حل لارې ورته پیدا کړي او ژوند به یې د نویو تجربو شاهد واوسي. بریالي هغه خلک دي چې، په ستونزمنو حالتونو کې تسلیم نه شي او له همدغو ستونزو څخه د ځان لپاره د پرمختګ او بریالیتوب ځانګړې وسیله جوړه کړي.
د ستونزو په شتون کې د انسان اراده او داخلي ځواک پیاوړي کیږي، چې په پایله کې یې صبر، زغم، حوصله، تجربه او پوهه لا غښتلي شي. دا حالت له ستونزو سره مخ وګړو ته دا وړتیا ورکوي چې، په راتلونکې کې له نورو سترو ننګونو سره هم په پوره تجربې او پوهې مقابله وکړي. که ستونزې نه وای، نو انسان به هېڅ کله خپل پټ استعدادونه نه وو پېژندلي او نه به یې د ارادې او مثبت بدلون د پیاوړي کولو هڅه کړې وای.
همدارنګه، له ستونزو څخه نه وېرېدل د ذهني آرامتیا لاکل کېږي. هغه څوک چې له ستونزو سره په آرام ذهن او مثبت فکر مخ کېږي، له فشار څخه ډېر ژر خلاصون مومي. دا ډول خلک د ژوند له حالاتو سره په ښه توګه مخې ته ځي او د خپلو موخو پر لور په ډاډه قدمونو تګ کوي.
په پای کې ویلی شو چې، ستونزې د ژوند یوه نه جلا کېدونکې برخه ده، خو وېره ترې هېڅ ګټه نه لري. که موږ وغواړو چې بریالي، پیاوړي او پرځان باور لرونکي انسانان شو، نو باید له ستونزو څخه ونه وېرېږو، بلکې د زده کړې، پرمختګ او بریا لپاره یې زرین فرصت وګڼو.
له ستونزو باید ونه وېرېږو!


