
آرش «ننګیال»
انسان ډېری وخت د ژوند له اصلي ستونزو نه، بلکې د خپل ذهن له جوړو شويو انګېرنو کړېږي.
موږ کله ناکله داسې سوچ کوو چې، ټولې لارې بندې دي، حال دا چې ستونزه په دروازو کې نه، بلکې زموږ په تصور کې وي.
اضطراب، وېره، ناهیلي او ذهني فشار ډېری وخت زموږ د سوچ له تورو کړکیو راټوکېږي. کله چې ذهن قانع شي چې “هوا نشته”، نو انسان آن په تړلې المارۍ کې هم د خلاصون لاره لټوي.
د یوه ښاري مسافر شپه په کليواله سیمه کې راغله، نیمه شپه یې زړه تنګ شو، تپه تیاره کې پاڅېد، په کړکیو یې زور وواهه خو خلاصې نه شوې، بالاخره یې یوه ښیښه ماته کړه، تازه هوا یې تنفس کړه او آرام ویده شو.
سهار چې له خوبه راپاڅېد، ګوري چې د المارۍ ښیښه یې ماته کړې ده او کړکۍ رکه روغه ده. هغه یوازې د آکسیجن په فکر، آکسیجن اخیسته.
دغه کیسه د انسان د ذهن د ځواک او دوکې دواړه اړخونه راښيي. کله چې انسان په یوه سوچ قانع شي، بدن هم هماغه احساس تعقیبوي.
مسافر په حقیقت کې د هوا له کمښت څخه نه، بلکې د “هوا نشته” له تصور څخه کړېده. ده خپل ذهن قانع کړی و چې، د خلاصون یوازینۍ لاره د ښیښې ماتول دي، حال دا چې ستونزې اصلاً شتون نه درلود.
په ارواپوهنه کې دې حالت ته “ذهني تلقین” یا “تصوري حقیقت” ویل کېږي، یعنې ذهن داسې یو حالت رامنځته کوي چې انسان یې رښتیا احساسوي.
همدا لامل دی چې ډېری خلک له ناکامۍ مخکې ځان بایللی ګڼي، له ناروغۍ مخکې ځان ناروغ احساسوي او له یوازیتوب مخکې ځان یوازې بولي.
د دې کیسې ژوره معنا دا ده چې:
کله ناکله موږ د ژوند اصلي کړکۍ نه آزمایو، بلکې د خپل وهم المارۍ ماتوو.
انسان باید د هرې ستونزې تر شا خپل سوچ هم وڅېړي. هره تیاره، د رڼا نشتوالی نه وي، کله ناکله یوازې زموږ د ذهن سیوری وي،که ذهن آرام شي، ژوند ډېرې خلاصې کړکۍ لري.
از مقالات پامیر (هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل)


