الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپېریال ساتنې کلتور


✍️ابویاسر «پښتون»

چاپېریال، چې د ښکلا جامې یې، پاکه هوا، ښکلي بوټي، ګلان، زرغون طبیعت او هوښیار اوسېدونکي دي، د پسرلي د ښکلي موسم په راتګ سره یې دغه جامې په تن کېږي، ونې بیا زرغونېږي، ګلان غوړېږي او غېږه یې له ډول ډول ونو، بوټو او ګلانو څخه ډکېږي. کورنۍ، ماشومان او ځـوانان پارکونو، باغونو او زرغونو سیمو ته ځي، هلته د طبیعت له ښکلاوو خوند اخلي، مېلې کوي او خپل وخت په خوښۍ تېروي.
خو له بده مرغه، همدې ښکلي طبیعت ته د پسرلي په موسم کې ځینې هېوادوال، په ځانګړې توګه ماشومان زیان رسوي.
ځینې ماشومان او حتی لـویان د ګلانو شکولو، د ونو د لښتو ماتولو او د زینتي بوټو د خرابولو لامل ګرځي، چې دا کار نه یوازې د طبیعت ښکلا ته زیان رسوي، بلکې د پارکونو، باغونو او زرغونو سیمو ارزښت هم کموي.
حقیقت دا دی چې، که هر ماشوم یوازې یو ګل هم وشکوي، نو په لنډ وخت کې به د پارکونو ښکلا له منځه لاړه شي. د ګلانو او ونو ساتنه یوازې د مسئولو ادارو یا هم ښاروالۍ کار نه دی، بلکې د هر وګړي اخلاقي او انساني مسئولیت هم دی.
نو غوره دا ده چې، له تلو وړاندې، خپل ماشومان په دې اړه پوه کړو او ځینې لارښوونې ورته وکړو، لکه:
د ماشومانو پوهاوی: مور او پلار یا د کورنۍ مشران باید مخکې له دې چې پارکونو ته لاړ شي، خپلو ماشومانو ته ورزده کړي چې، ګلان مه شکوئ، نیالګي مه ماتوئ او طبیعت ته زیان مه رسوئ!
ښوونځي: ښوونځي کولای شي د چاپېریال د ساتنې په اړه زده کوونکو ته روزنیزې برنامې جوړې کړي، څو ماشومان له کوچینوالي څخه د طبیعت قدر زده کړي.
مثبته بېلګه: لویان باید په خپله د طبیعت درناوی وکړي، ځکه ماشومان د هغوی له کړنو زده کړه کوي.
د عامه پوهاوي زیاتول: په رسنیو، خواله رسنیو او عامه ځایونو کې باید د زرغونو سیمو د ساتنې پیغامونه خپاره شي.
د مسؤلیت احساس: هر څوک باید ځان د طبیعت ساتونکی وبولي، نه زیان رسوونکی.
پسرلی یوازې د تفریح موسم نه دی، بلکې د طبیعت د درک، درناوي او ساتنې یو مهم فرصت هم دی. که موږ له خپلو ماشومانو سره یو ځای د چاپېریال ساتنې ته پام وکړو، نو زموږ پارکونه، باغونه او زرغونې سیمې به تل ښکلې، پاکې او روغې پاتې شي.
راځئ چې د پسرلي له ښکلاوو خوند واخلو، خو په داسې ډول چې، طبیعت ته زیان ونه رسوو، بلکې ساتنه یې وکړو او د خپلې ټولنې پر وړاندې خپل مسئولیت په غوره توګه ترسره کړو.

د کابل شاروالۍ د رسمي اوونیزې «پامیر» له مقالو څخه