الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ د پاتې شونو سم مدیریت


✍️ابویاسر «پشتون»

د لوی اختر ورځې هم د نورو ځانګړو ورځو ترڅنګ د مینې، ورورولۍ، قربانۍ او د خوښۍ، ورځې دي چې په دغو مبارکو ورځو کې مسلمانان د حضرت ابراهیم علیه السلام د اطاعت او قربانۍ یاد تازه کوي او د الله تعالی د رضا لپاره قرباني کوي. خو د اختر ښکلا یوازې په نویو جامو، مېلمستیاوو او د غوښې په وېشلو کې نه ده، بلکې پاکوالی او د چاپېریال ساتنه هم د دغو ورځو مهمه برخه ده.
له بده مرغه چې، هر کال د اختر له تېرېدو وروسته د ښار په ډېرو سیمو کې کوڅې، ویالې او عامه ځایونه د قربانۍ په پاتې شونو ککړ پاتې کېږي. د څارویو وینه، هډوکي، کولمې او نور کثافات کله ناکله د سړکونو پر غاړه یا د اوبو په لښتیو او ویالو کې اچول کېږي، چې بد بوی رامنځته کوي او د ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي. دا کار نه یوازې د ښار او سیمې ښکلا له منځه وړي، بلکې خلکو ته هم ستونزې جوړوي، چې په تېرو کلونو کې موږ دداسې ډېرو پېښو شاهدان وو.
د اسلام مبارک دین چې، د پاکوالي او نظافت دین دی، رسول الله ﷺ فرمایلي دي: ژباړه: «پاکوالی د ایمان برخه ده.»
(صحیح البخاری کتاب الطهارت حدیث شمېره ۲۲۳ له دې حدیث شریف څخه څرګندېږي چې، مسلمان باید یوازې خپل بدن او جامې پاک ونه ساتي، بلکې کور، کوڅه او نور چاپېریال ته هم پام وکړي. ځکه رسول الله مبارک په یو حدیث شریف کې فرمایي: ژباړه: حقیقي مسلمان هغه دی چې، نور مسلمانان د هغه له ژبې او لاس څخه په امن وي. صحیح البخاري.
کله چې د قربانۍ پاتې شوني په نامناسبو ځایونو کې وغورځول شي، هوا ککړېږي، میکروبونه او ډول ډول ناروغۍ پیدا کېږي. په ګرمو ورځو کې دغه کثافات ژر خرابېږي، مچان او نور حشرات ځان ته راجلبوي، له همدې امله د قربانۍ وروسته پاکوالی یوازې یو عادي کار نه، بلکې اخلاقي او اسلامي مسئولیت هم دی.
الله تعالی د قرآن کریم د البقرې سورې په ۲۲۲م آیت کې فرمایي:
ژباړه: بېشکه الله توبه کوونکي او پاکان خوښوي. نو کله چې یو مسلمان د قربانۍ ځای پاکوي، کثافات په مناسب ځای کې اچوي او خلکو ته دستونزو د رامنځته کولو لامل نه ګرځي، په حقیقت کې د اسلام ارشادات عملي کوي.
اړینه ده چې زموږ په ټولنه کې دا عادت عام شي چې، د قربانۍ پاتې شوني په ځانګړو کڅوړو کې ځای پرځای او ټاکلو ځایونو ته ولېږدول شي. همدارنګه هغه ځای چې، قرباني پکې ترسره کېږي باید په اوبو ښه ومینځل شي، څو بد بوی او کثافات پاتې نه شي. که هره کورنۍ یوازې د خپل کور او کوڅې پاکوالي ته پام وکړي، ټول ښار او سیمه به پاک او منظم شي.
پاک چاپېریال د سالمې او له هر راز ناروغیو د پاکې ټولنې نښه ده. د ټولنې هغه خلک چې پاکوالي او نظم ته اهمیت ورکوي، له ډېرو ناروغیو خوندي دي او ژوند یې آرام وي. اسلام مبارک دین په خپلو ډیری ارشاداتو کې مسلمانان د همدې پاک ژوند او غوره ټولنیزې رویې لوري ته رابولي.
پدې اړه اړتیا لیدل کیږي چې، د جوماتونو امامان، ښوونکي، ځوانان او د ټولنې مشران خلکو ته د پاکوالي او چاپېریال ساتنې اهمیت بیان کړي. ماشومان هم باید د خپلو کورنیو له مشرانو څخه زده کړي چې، کثافات بې ځایه ونه غورځوي. که چېرې دا احساس په ټولنه کې پیاوړی شي، زموږ ښارونه او سیمې به تل پاک وي.
په پای کې ویلای شو چې، د قربانۍ اختر یوازې د قربانۍ نوم نه دی، بلکې د اخلاقو، همکارۍ، پاکوالي او انسانیت پیغام هم لري. که موږ د قربانۍ تر عبادت وروسته د پاکوالي خیال هم وساتو، نو د اختر خوښي به مو یو په دوه شي او د اسلام هغه ښکلي ارشادات به مو هم عملي کړي وي کوم چې زموږ د هوساینې او ښه ژوند لپاره دي.
راځئ چې سږکال د قربانۍ تر څنګ، د خپل چاپېریال پاک ساتنې ته هم پام وکړو، خپل ښارونه او سیمې پاکې وساتو او راتلونکو نسلونو ته د پاک او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې ښه بېلګه وګرځو.

پامیر (هفته‌نامه رسمی نشرات شاروالی کابل)

https://chat.whatsapp.com/KOkJayaSaL8DuNggCW1Swt