د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ناحیو د ښځو د شوراګانو له مشرانو سره د ټولنیزو مسوولیتونو د ورپېژندنې ناسته

د روان کال وږي د میاشتې ۱۲ مه نیټه د ښځو د شوراګانو لپاره د کړنلارې د ترتیب په پار د ناستې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال د دې ادارې د برنامو د جوړښت او پلي کولو لپاره د ښځو د نظرونو او وړاندیزونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ؛ د ښځو رول یې د ښاري فرهنګ او له ښاري بنسټونو څخه د کار اخیستنې په څرنګوالي کې ارزښتمن وباله او زیاته یې کړه، دا چې ښځې جوړونکي اندونه لري او ستر ټولنیزو مسوولیتونه یې په غاړه دي، کولی شي د ټولنې په ښه تابه په ځانګړي ډول د ښار د وضعیت د ښه والي په چاره کې خپل مسوولیتونه تر سره کړي او دا اړتیا هم لیدل کیږي چې له کابل ښاروالۍ سره د برنامو او چارو په تر سره کولو کې هم ملتیا وکړي. په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې کابل ښاروالي به د ښار په کچه د بېلابېلو ناحیو د ښځو د شورا ګانو د مشورو د تر لاسه کولو له لارې یو داسې کړنلاره چې له مخې به یې ښځې په ښاري لوړو پرېکړو کې ونډه اخیستی شي او خپل مسوولیتونه به ترسره کولی شي، جوړه او پلې کړي.