وضعیت هوا – کابل


لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

درحال بارگذاری...

نرخ اسعار امروز

درحال بارگذاری...

روزنامه های کابل

د کابل ښاروالۍ پروګرامونه، له ځوانانو سره په ازاده مرکه کې شریک کړل شول

3 میزان 1398

د کابل ښاروالۍ پروګرامونه د حکومتي رسنیو په مرکز کې په یوه ازاده مرکه کې د چارو ادارې د عمومي ریاست او د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالانو او د بدني روزنې د عمومي رییس په ګډون د ګڼ شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او رسنیو په حضور کې شریک کړل شول. 

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معیین مرستیال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي په بېلابېلو برخو کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو پر تشریح سربېره یادونه وکړه چې د کابل ښاروالۍ د نورو لومړیتوبونو تر څنګ ځوانانو ته د ظرفیت لوړولو، ورزش او د دغې ادارې په مختلفو پروګرامونو کې هغوی ته د ونډې ورکولو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول د دې ادارې مهمې موخې دي.

د خبرو اترو په دوام کې د کابل ښاروالۍ مرستیال په مختلفو برخو کې د دې ادارې د کړنو په اړه د ځوانانو پوښتنې ځواب کړې.