وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 4.24 ق-ظ
طلوع آفتاب 5.56 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:15 ب-ظ
اذان مغرب 6.11 ب-ظ
اذان خفتن 7:32 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1000 تومان 0.840 افغانی
1000 کلدار 252 افغانی
1000 هندی 822 افغانی

روزنامه های کابل

د کابل ښاروالۍ د ښاري او چاپېریالي خدمتونو مرستیاله: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو

3 قوس 1398

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون پوهاوی ورکول په نامه یو ورځنی ورکشاپ د ښځو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ د جنډر آمریت په همغږۍ د دغه بنسټ د ناستو په تالار کې جوړ شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د ښاري او چاپېریالي خدمتونو مرستیالې ډاکټرې مهتاب عالمي وویل: دغه بنسټ پر خپلو ژمنو عمل کوي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي او هڅه کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع کولو د قوانینو او کړنلارو په اړه د مرکزي ادارو او ناحیو د کارمندانو د پوهاوي کچه لوړه کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام د کابل ښاروالۍ د کارمندانو لپاره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د قوانینو، کړنلارو او لارښودونو په روښانولو او تشریح کولو پای ته ورسېد.