د کابل ښاروالۍ برنامو څخه د کابل ښارپه مختلفو ناحیو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې راکمولو او په لاس ګاړو کې د توکوپلورونکو له تنظیم څخه د اتمې ناحیې ریاست او امنیتي ارګانونو په همکارۍ نظارت وشو . د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال محمد فاضل شریفي د دې برنامې د نظارت پر مهال د اړونده ارګانونو ستاینه وکړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل