وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:00 ق-ظ
طلوع آفتاب 5:44 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:1 ب-ظ
اذان مغرب 5:45 ب-ظ
اذان خفتن 7:8 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

روزنامه های کابل

کابل ښاروال: د کابل د اصیل فرهنګ راژوندي کول، د کابل ښار د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه او له ښاري تاسیساتو څخه سمه ګټه اخیستنه زموږ یو لومړیتوب دی!

19 حمل 1399

کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی نن ماسپښين په خپل کاري دفتر کې پر فرهنګ جوړولو او د کابل خلکو د اصیل فرهنګ د راژوندي کولو لپاره، چې د دغه ښار د سمو اصولو او ښو دودونو په پام کې نیول دي، پر لا زیات کار ټينګار وکړ. کابل ښاروال نن په یوه ناسته کې چې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سید الرحمن جلال، د ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو معین مرستیال سرڅېړونکی محمد فاضل شریفي او د پلان او ښاري پراختیا مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک هم حضور درلود، د دغه بنسټ د صنعت او تجارت، فرهنگي او کلتوری، نشراتو او عامه پوهاوي، د خلکو د چارو انسجام، ښکلي کولو، د ښاري پلانونو د طرحې او تطبيق، د مجوز صدور او ملكيتونو او استملاك برخو د کاري اصلاح په موخه وویل: هغه مهمې برخې چې نن کابل ښاریان پاملرنه نه ورته کوي، د اصولو په پام کې نیول، د ښاري ژوند فرهنګ او له ښاري تاسیساتو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی دی. کابل ښاروال په کابل ښار کې د ارزښتونو پر ساتنه رڼا واچوله او ویې ويل: په پراختیايي او عمراني پلانونو کې باید د دغه ښار فرهنګي میراثونو او تمدن ته لومړیتوب ورکړل شي او د عامه پوهاوي په برخه کې د روڼتیا اصل او ځوابوینه او لوړ ښاري فرهنګ په پام کې ونیول شي، ترڅو زموږ ښاریان له کار او فعالیتونو څخه په ښه توګه معلومات ولري او له فرهنګي معنویاتو او ښاري تاسیساتو څخه په لازمه توګه اعظمي ګټه پورته کړي. کابل ښاروال د مراجعینو د کاري پړاوونو او قدمونو د اصلاح او لنډولو په برخه کې هم اړوندې برخې وارزولې، مشخصې لارښوونې یې ورته وکړې او ويې ویل: د ټولو برخو تر منځ همغږي مهمه ده او باید په دې برخه کې عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړل شي، ترڅو د ښاروندۍ حقونه پر ځای شي. کابل ښاروال د تفریحي ځایونو، د اشتهاراتو او بازارونو د تنظیم پر لاښه مدیریت سربېره د فرهنګي مرکزونو د طراحۍ په برخه کې یې چې ټاکل شوې جوړ کړل شي، د معیارونو ساتنه حتمي وګڼله.