تر کمپنۍ پله د چهاردهي او پغمان شهیدانو څلورلارې (کمپنۍ څلورلارې) سړک د خطونو کار جریان لري
2 سرطان 1399
د دغه سړک د اساسي ساختمان کار چې ۱۱۵۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په څلورو خطونو کې جوړېږې؛ چې د پلو لارو شبکې، د سړک د غاړې ویالې، ګلدانونه، روښنايي او ترافیکي دهلېزونه پکې شامل دي.
ټاکل شوې چې دغه سړک د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت عمومي ریاست له لوري جوړ شي.
اوس یې د جدولونو او د فرعي خطونو د لانديني ساختمان کار دوام لري.
دغه بنسټ هڅه کوي چې ژر تر ژره د لودیځ زون د دغه مهم او اساسي سړک د ساختمان کار بشپړ شي.
د دغه سړک په جوړېدو به د سړکونو د ترافیکو په برخه کې د ښاري ستونزو پر حل سربېره د اړوندو ساحو تجارتي مرکزونو او د کابل لودیځو ګاونډیو ولایتونو ته هم د تګراتګ زیاتې اسانتیاوې چمتو شي.