وضعیت هوا – کابل


لیست پروازها

اوقات شرعی کابل

درحال بارگذاری...

نرخ اسعار امروز

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

روزنامه‌های کابل

په بودیجه‌جوړونه کې د ښاریانو د ګډون لارښود د مسودې د بډاینې لپاره د مدني ټولنې له استازو سره مشورتي ناسته وشوه

24 سرطان 1399

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین مرستیال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي د ښاروالیو په بودیجه‌جوړونه کې د خلکو په ګډون کولو کې د مدني ټولنو رول مهم وګاڼه. ښاغلي شریفي وویل: په بودیجه‌جوړونه کې د خلکو د ګډون لارښود کابل ښاروالۍ د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د پرانیستې حکومتولۍ سکرتریت په همغږۍ چمتو کړی دی. هغه زیاته کړه د ننۍ ناستې موخه په دغه لارښود کې د مدني ټولنې د غړو جوړونکي او معقول نظرونه او وړاندیزونه ځایول دي، څو په بشپړه همغږۍنن په کابل ښاروالۍ کې د مدني ټولنې له بنسټونو سره د کابل ښاروالۍ او د ولایتونو د نورو ښاروالیو په بودیجه‌جوړونه کې د ښاریانو د ګډون لارښود د مسودې د بډاینې په اړه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه، سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د پرانیستې حکومتولۍ د ګډون بنسټ مشورتي ناسته وشوه. د خدماتي بنسټونو په بودیجه جوړونه کې خلک مهم او اغېزمن رول ولوبوي.