وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:00 ق-ظ
طلوع آفتاب 5:44 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:1 ب-ظ
اذان مغرب 5:45 ب-ظ
اذان خفتن 7:8 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

روزنامه های کابل

د یولسمې ناحیې په لومړي ګذر کې د رغونې چارې پیل شوې

2 میزان 1399

د روان کال د تلې په یولسمه، د یولسمې ناحیې لومړي ګذر  د رغونې چارې، د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی لخوا د سیمې مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې. کابل ښاروال په دغو مراسمو کې وویل،چې د ښاري تاسیساتو برابرول او د ښار د بیلابیلو سیمو وده زموږ یو له لومړیتوبونو څخه دي چې په  پلان کې به ورته پاملرنه وکړو. نوموړي دغه راز وویل چې،په پام کې لري د ناحیو برابرې ودې ته په کتو سره د را روان کال په پیل کې د ښار په کچه ناحیو کې ګڼ شمیر سړکونه جوړ شي،چې د چاپیریالي آسانتیاوو تر څنګ به د کابل ښار په اقتصادي وده او پرمختګ کې هم د پام وړ اغیزې ولري. هغه د ښار په ودانولو کې د ښاریانو ونډه مهمه او ګټوره وبلله او له هغوی یې هیله وکړه چې د کابل ښاروالۍ د پروژو  پلي کېدو څخه څارنه وکړي او په ساتنه کې یې هم ونډه واخلي. کابل ښاروال د ښاري نظم خوندیتوب لپاره د ښاري اصولو په مراعتولو او د قانون په حاکمیت هم ټینګار وکړ. دغه پروژه چې پکې ۴۹۰۷ مترو په اوږدوالي سړک، ۹۲۷ مترو په اوږدوالي د پلو لارې او د ۹۴۱۷ مترو يه اوږدوالي د اوبو رسونې شبکې جوړل شامل دي د راروانو ۱۰ میاشتو په موده کې به د ۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له  پراختیایي پروګرام  جوړې شي. په  پروژه کې به له پیل څخه تر پایه ښاریانو ته کاري بوختیاوي هم برابرې شي.