وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:00 ق-ظ
طلوع آفتاب 5:44 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:1 ب-ظ
اذان مغرب 5:45 ب-ظ
اذان خفتن 7:8 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

روزنامه های کابل

کابل ښاروال د لسمې ناحیې له اوسیدونکو او مشرانو سره وکتل

20 میزان 1399

ښاري ستونزو ته د رسیدو په موخه نن یکشنبې د تلې میاشتې په ۲۰ نېټه کابل ښاروال د لسمې ناحیې له یو شمیر مشرانو او اوسیدونکو سره وکتل او له هغوی سره بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د دوی د نظرونو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته  د یادې ناحیې په وروسته پاتې سیمو کې د اسانتیاوو برابرولو او یو شمیر وکیلانو د ناکارۍ په اړوند وویل چې(( په یاده ناحیه کې د بیارغونې پروژو او ګڼې ګوڼې طرحې پلي کیدو سربیره له ځمکو د سمې ګټې اخیستل ،د یادو سیمو د اوسیدونکو په اقتصادي او ټولنیز وضعیت  بدلون، په ځانګړې توګه د غیر پلاني سیمو پلاني کول یې له لومړیتوبونو دي او ژمنه یې وکړه چې د قلعه موسی چهار کلا او نورو سړکونه به په یاده ناحیه کې جوړ او رغول شي)). کابل ښاروال دغه راز وویل د هغو سیمو کې وکیلان یې وفات شوي یایې له دندې استعفا ورکړې ده د نوې مقررې له مخې پکې  د ګذر وکیلانو لپاره ټاکنې ترسره کیږي.  کابل ښاروال د دوی ستونزو ته د رسیدو ژمنه وکړه او د ښاري نظم ساتلو او ښاري فرهنګ دودولو لپاره یې  د مسئولیت په منلو هیودانۍ مینې شتون ټینګار وکړ. ټاکل شوې ده د نویو لارو چارو له مخې د ګڼې ګوڼي کموالي او ښاري نظم عملیاتي پلان هم د یادې ناحیې په مختلفو سیمو په ځانګړې توګه د قلعه موسی او وزیراباد په بازار کې ډیر ژر عملي شي.