وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 4.24 ق-ظ
طلوع آفتاب 5.56 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:15 ب-ظ
اذان مغرب 6.11 ب-ظ
اذان خفتن 7:32 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1000 تومان 0.840 افغانی
1000 کلدار 252 افغانی
1000 هندی 822 افغانی

روزنامه های کابل

n کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د پنځمې، شپږمې،اوومې،دیارلسمې،څوارلسمې او شلمې ناحیې د اوسیدونکو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو دریم پروګرام ترسره شو

23 عقرب 1399

 فردي او ټولنیزو مسئولیتونو پیژندلو، ښاري نظم راوستو او چاپیریالي ستونزو په اړه نن پنجشنبه د کابل ښاروالۍ مسئولینو او د پنځمې،شپږمې،اوومې،دیارلسمې،څوارلسمې او شلمې ناحیې د اوسیدونکو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو دریم پروګرام پلی شو. دا پروګرام د کابل ښاروالۍ له لوري د اروپایي ټولنې په ملاتړ ترسره شو،چې د یادو ناحیو اوسیدونکو خپل نظریات او وړاندیزونه او معقولې غوښتنې د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره شریکې کړې. کابل ښاروال د خبرو اترو په دې پروګرام کې د ښاري نظم عملیاتي پلان مثبت و ارزاوه او د ښاري نظم په راوستو او غوره ژوند جوړیدو کې یې د ښاریانو ونډه اړینه وبلله. نوموړي زیاته کړه چې، له دې پروګرام څخه یې موخه د روحیې پیاوړتیا او د مسئولیت منل دي،څو په اساسي تصمیمونو او ښاري پراختیا کې د خلکو ونډه معلومه شي او یاده اداره ژمنه ده،څو هر څه ژر په څو راتلونکو ورځو کې د خپل سرو رغونو مخه ونیسي او کابل ښاریان به د څو ناقانونه ودانیو د نړولو شاهد وي. نوموړي زیاته کړه،چې اړینه ده مسئولین خدمت وکړي او د ښاریانو غوره نظرونه او وړاندیزونه په خپلو پروګرامونو کې په نظر کې ونیسي څو ستونزو ته د غوره لارو چارو په سنجولو حل لاره پیدا شي او د خلکو او دولت ترمنځ فاصلې له منځه لاړې شي. کابل ښاروال دغه راز وویل چې،د ستونزو لمنځه وړلو لپاره اړینه ده څو ټول د ښار پر وړاندې خپل وجایب او مسئولیتونه ادا کړو او یو د بل په مرسته د ښار د بڼې په بدلون کې هڅه وکړو. د ناحیو اوسیدونکو په څو ګروپونو کې خپل وړاندیزونه،ستونزې او د ښاري نظم اړوند خپل نظرونه شریک کړل او زیاته یې کړه چې، د ښاري نظم د اصولو په تطبیق کې په همکارۍ سره کولای شو غوره ښاري ژوند تجربه کړو. دوی دغه راز د ښاروالۍ او خلکو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې،که چیرته ټول په خپلو سیمو کې د هیوادنۍ مینې او مسئولیت له مخې ښاري نظم ته ژمن و اوسو،ډیری ستونزې به په غوره توګه حل شي. دغه راز د ناحیو اوسیدونکو د خپل ناحیو اړوند د سړکونو،خنډونو، د زرغونو سیمو ساتنې او چاپیریالي ستونزو اړوند خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او د کابل ښاروالۍ له مسئولینو یې د وضاحت غوښتنه وکړه. دغه راز کابل ښاروال ژمنه وکړه چې وړاندیزونه به یې د کابل ښاروالۍ په راتلونکو پروګرامونو کې په اعظمي توګه په نظر کې ونیسي او ستونزو ته به یې د حل لارې چارې پیدا کړي.