وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:32 ق-ظ
طلوع آفتاب 6:58 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 3:20 ب-ظ
اذان مغرب 5:03 ب-ظ
اذان خفتن 6:20 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

روزنامه های کابل

د بې احساسه ښاریانو پیغام: لښتي څوک پاکوي؟

د با احساسه ښاریانو پیغام: د اوبو لښتیو بندیدو دلیل ډیری وخت ښاریان دي! د باراني موسم له امله د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو لښتیو د پاکولو په موخه کارونه روان دي. کابل ښاروالي د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه،د کابل ښار په کچه د اوبو د لښتیو او کانالونو په پاکولو کار پیل کړی دی، چې له بده مرغه د ښاریانو له لوري پکې د کثافاتو او خاورو غورځولو له امله بند شوي دي.  دې لویې خدماتي ادارې د ښار په یو شمیر سیمو کې سړکونو د اوبو راوتلو مخه نیولې ده او دا لړۍ روانه ده،څو دځمکې د مخ اوبه هرڅه ژر مدیریت شي. دغه راز کابل ښاروالي هڅه کوي هغه کسان وپيژني چې د اوبو لښتیو او ویالو د بندیدو سبب ګرځي او د ښاري اصولو سره سم یې مجازات کړي. له بل لوري د کابل ښاروالۍ مسئولان د ځمکې د مخ اوبو د مدیریت په موخه د اسنادو په تخنیکي مطالعه بوخت دي،څو د ښار ویالې او کانالونه له معیارونو سره سم په بنسټیزه توګه جوړ کړي. یوه ښاري موږ ته پیغام را استولی او لیکلي یې دي چې،ما تیره ورځ د خپل کور مخې ته لښتی پاکولو، خو دوه بې احساسه ښاریانو راته وویل چې دا د ښاروالۍ کار دی... یو بل ښاري هیودانۍ مینه په زړه کې لري وویل چې دی هم د داسې پیښو عیني شاهد دی، خلک د اوبو لښتیو د کثافت دانۍ په توګه کار اخلي او باید سزا ورته وټاکل شي. مه هیروئ؛د ښار او لښتیو پاک ساتلو پر وړاندې ټول مسئولیت لرو!