وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:32 ق-ظ
طلوع آفتاب 6:58 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 3:20 ب-ظ
اذان مغرب 5:03 ب-ظ
اذان خفتن 6:20 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

روزنامه های کابل

د کابل درنو ښاریانو!

6 جوزا 1400

هیله ده خپل د خپلوانو او عزیزانو مړي په داسې ځایونو کې چې د مړو سپکاوی ګڼل کیږي خښ نه کړئ.دا چې د کابل ښار په ډیری سیمو کې هدیري په غیر معیاري توګه په غیر پلاني سیمو کې جوړې شوې دي او ګټه ترې اخیستل کیږي چې د مړو لپاره مناسبه فضا نه لري. کابل ښاروالي مړو ته د درنښت او هغوی ته د سپکاوي نه کولو په موخه د کابل له درنو ښاریانو غواړي،څو د خپلو خپلوانو او عزیزانو مړي په داسې هدیرو کې چې د مړو خښولو وړتیا ولري خښ کړي، څو هغوی ته سپکاوی نه وي شوی او په درنښت خښ شوي وي. د کابل ښاروالۍ مسئولان د ښاریانو دې ستونزې ته د حل په موخه د تخنیکي اسنادو د مطالعې، عملیاتي پلانونو او د سیمو د پیژندلو  په بشپړولو بوخت دي، څو په مناسبو ځایونو کې د ختیځ، لودیځ، شمال او سویل زونونو په کچه معیاري هدیري جوړې کړي، څو له یوه لوري مړو ته درنښت وشي او له بل لوري ورسره ښار معیاري وده او پراختیا وکړي. هدیرې به تر تخنیکي مطالعې وروسته په بنسټیزه توګه د اوبو د څاه، زرغونو سیمو، یخ یوخې، غسل خونې، دفترونو، پلو لارو، پارکینګ، او د قبرونو د ریف او وسایلو په درلودلو سره اړتیاو ته په کتو جوړې شي. اوس مهال د ښاریانو بیړنو ستونزو ته په کتو د کابل ښار په سویل شلمه ناحیه سنګ نوشته سیمه کې د ۳۹۷ جریبه په پراخوالي ځمکه کې هدیره شته او درانه ښاریان کولای شي خپل د خپلوانو او عزیزانو مړي پکې خښ کړي.د ښار په نورو زونونو کې به هم په اړتیا وړ ځمکه کې د هدیرو په جوړولو اقدام وشي.

----------

شهروندان شریف کابل!   لطفاً از دفن اموات عزیزان خویش در جاهایی که موجب هتک حرمت و اهانت به  شخص متوفی می گردد، خودداری نمایید. از آنجا که حضیره های موجود شهرکابل اکثرا در ساحات غیر پلانی و به گونه غیر معیاری مورد استفاده بوده اند؛ بیشتر آنها فضای مناسب برای دفن اموات را ندارد. شاروالی کابل به منظور حفظ حرمت اموات و جلوگیری از اهانت به آنها  از شهروندان عزیزکابل می خواهد که از دفن اموات عزیزان خویش در حضیره هایی که ظرفیت وگنجایش لازم را نداشته و دفن اموات موجب هتک حرمت و اهانت به آنها می شود، جداً خود داری  نمایند. شاروالی کابل به منظور پایان بخشیدن به مشکلات شهروندان در این زمینه، درحال تکمیل مطالعات تخنیکی، ترتیب پلان‌های عملیاتی و تشخیص ساحات مناسب برای ایجاد حضیره‌های معیاری در زون‌های؛ شرق، جنوب، شمال و غرب کابل می باشد تا از یک جهت حرمت و احترام اموات عزیزان حفظ شود و از جانب دیگر درتناسب با توسعه‌  و نظم شهری قرار داشته باشد. حضیره های تحت مطالعه به شکل اساسی و معیاری شامل چاه آب، ساحات سبز، دارا بودن سرد خانه، غسل‌خانه، دفتر اداری، پیاده‌روها، پارکینگ و سایط و تقسیم ردیف قبرها با توجه به نیازمندی ها خواهد بود. در حال حاضر و به منظور رسیدگی عاجل به مشکلات موجود در این زمینه؛حضیره سمت جنوب شهرکابل واقع ساحه سنگ نوشته مربوط ناحیه‌ بیستم که ۳۹۷ جریب مساحت دارد، به منظور ایجاد حضیره درنظرگرفته شده و همشهریان محترم می توانند، اموات درگذشته گان محترم را در آنجا دفن نمایند. درسایر زون‌های شهرنیز برای حضیره های مناسب و معیاری، مکان های مورد نیاز تعین، و به ساخت آن اقدام خواهد شد.