د تدارکاتو قانون د دری څلویشتمی مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، کابل ښاروالي په پام کې لري چې د کابل ژوبڼ د اړتیاوړ د ژویو، مرغانو، کبانو او خزنده ګانو د خوراکی موادو تدارک او چمتووالی پروژهد داوطلبۍ د KM/NCB/1400/G-07 شمېرې په لرلو سره د (250-05) شمېرې جواز لرونکي شرکت خدمات لوژستیکی میلاد بکتاش ته چې مرکزي دفتر يي دهن باغ قوایی مرکز - کابل کېموقعیت لری ، په 10,034,211)) افغانی ټولیږ نرخ قرارداد ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولی شي خپل اعتراض د دغه اعلان د خپرېدو تر نیټې وروسته تر اووه تقویمی ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو په رڼا کې له ټولو اړوندو دلایلو سره په لیکلې بڼه وړاندې کړي.
دا اعلان د تړون د عقد معنی نلري او د پورته ذکر شوې نېټې تر پایته رسېدو پورې تر څو چې یې ټول قانوني پړاونه سرته نه وی رسیدلی تړون نه عقد کېږي.