وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:32 ق-ظ
طلوع آفتاب 6:58 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 3:20 ب-ظ
اذان مغرب 5:03 ب-ظ
اذان خفتن 6:20 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

روزنامه های کابل

اطلاعیه و اخطاریه به اصناف و کسبه کاران که در سطح شهرکابل فعالیت دارند!

7 اسد 1400

بدینوسیله به اطلاع تمام اصناف، دوکانداران و کسبه کاران که در شهر فعالیت تجارتی دارند، رسانیده می شود که از تاریخ نشر این اطلاعیه الی سه روز اموال و امتعه خویش را در داخل دوکاکین و مراکز تجارتی خویش، جا بجا نموده و بفروش برسانند و از گذاشتن و آویزان کردن اموال شان در پیاده روها، سرک ها، و اماکن عامه که باعث راه بندان و ازدحام شهری و ترافیکی می گردد؛ جداً جلوگیری نمایند و نیز به تمام دستفروشان محترم شهرکابل جداً هدایت داده می شود که در نقاط تعین شده از طرف شاروالی کابل، کراچی ها و اموال خویش را تنظیم و عرضه نموده و باعث ازدحام و مسدودی پیاده روها، سرک ها و اماکن عامه نگردند؛ در غیر آن شاروالی کابل به تاسی از قوانین و مقررات نافذه، مکلف است در قسمت تامین نظم شهری و پاک کاری راه ها و اماکن عامه اقدام نموده، عملیات و تدابیر قانونی ذیل را در شهرکابل به مرحله اجرا گذارد:

1-تمام موانع و اجناس جا بجا شده در اماکن و راه های عامه مطابق مواد(151،143،164 و 165) قانون شاروالی ها و ماده (16) مقرره تنظیف به شکل اجباری، به مصرف متخلف جمع آوری نموده و پیاده رو و اماکن عامه را از وجود هر نوع موانع تخلیه و پاک می نماید.

2- به تاسی از ماده (908) کد جزا؛ اشخاص که مانع پاک کاری ساحات شهری گردیده و یا باعث مسدودی راه عامه و اذیت عابرین می گردد؛ غرض تعقیب عدلی به نهاد های عدلی و قضایی معرفی و مراکز فعالیت شان را مهرولاک خواهند نمود.

یک بار دیگر تاکید می نماییم که شاروالی کابل در اجرای این تصمیم و مکلفیت قانونی خویش جداً مصمم بوده و ضمن سپاس از همکاری همشهریان محترم که در این اقدام نیک شاروالی کابل را همکاری می نماید، به متخلفین جداً اخطار داده می شود که در قسمت نظم شهری با موظفین مربوط همکاری نمایند؛ در غیرآن مسوول عواقب قانونی و عملی قضیه و مسوول هر نوع ضرر و خساره احتمالی وارده، شخص متخلف خواهد بود، آنگاه حق شکایت را نخواهند داشت.

------

هغه کسبه کارانو او صنفونو ته چې د کابل ښارپه کچه فعالیت کوي خبرتیا او جدي اخطاریه!

په دې توګه ټولو هغه صنفونو،هټیوالو او کسب کارانو ته چې د کابل ښار په کچه سوداګریز فعالیت کوي، خبر ورکول کیږي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې سره سم، خپل ټول مالونه او توکي په خپلو هټیو او سوداګریزو مارکیټونو کې ځای پرځای او وپلوري او په پلو لارو،سړکونو او عامه ځایونو کې چې د لارې بندیدو او ګڼې ګوڼې سبب ګرځي ، د توکو او مالونو له ایښودلو او ځړولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

دغه راز د کابل ښار په کچه ټولو لاسي توکو پلورونکو ته په جدي توګه سپارښتنه کیږي،څو د دوی لپاره د کابل ښاروالۍ له لوري په ټاکل شویو ځایونو کې خپلې کراچۍ او مالونه تنظیم کړي او د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ونه ګرځي، له دې پرته کابل ښاروالي د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې مکلفیت لري څو د ښاري نظم او لارو د پاکوالي په موخه اقدام وکړي،عملیات ترسره کړي او په کابل ښار کې قانوني تدابیر پلي کړي:

1- ټول هغه توکي چې په پلو لارو او عامه ځایونو کې ایښودل شوي دي د ښاروالیو قانون د ( (151،143،164 و 165) مادو او د تنظیف مقررې د (16) مادې پر بنسټ په اجباري ډول د سرغړونکي په مصرف راټولیږي او پلې لارې او عامه ځایونه له هر ډول خنډ پاکیږي.

2- د جزا کود د (908) مادې پر بنسټ؛ هغه کسان چې د پاکارۍ پر وړاندې خنډ جوړیږي او یا په عامه لارو کې د تلونکو د ځورولو سبب ګرځي، د عدلي تعقیب په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پيژندل کیږي او فعالیتونه بند او ملکیتونه یې مهرلاک کیږي.

یو ځل بیا ټینګار کیږي چې کابل ښاروالي د خپلو پریکړو او تصمیمونو په عملي کولو کې جدي ده او له هغه ښاریانو چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره په دې نیک اقدام کې همکاري کوي مننه کوي، د دې سربیره سرغړونکو ته جدي اخطار ورکول کیږي چې په دې برخه کې له موظفو کسانو سره همکاري وکړي؛له دې پرته د قضیې د قانوني او عملي پایلې او هر ډول زیان مسئول به سرغړونکي وي، چې بیا د شکایت حق نه لري.