،د رابعه بلخي زرغتون شاته له جمهوریت مارکیټ تر پل خشتي سیمې لاسي توکي پلورونکي په یوه منظمه لیکه کې تنظیم شول. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست د کابل ترافیکو او د امنیه قوماندانۍ په همغږۍ د سیمو د پاکولو لړۍ روانه کړې او ټاکل شوې ده د کابل ټولې ګڼه ګوڼه لرونکې سیمې، سړکونه، واټونه او ګرځنده کراچۍ تنظیم شي. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست رئیس انجنیر عصمت الله انصار وايي، د ښاري نظم لپاره بیلابیل پروګرامونه تر لاس لاندې لري او د ټولو اصنافو لپاره چې د سړکونو او واټونو تر غاړې نامنظم فعالیت کوي، بدیل ځایونه په نظر کې نیول شوي دي او هلته به ځای پرځای شي. نوموړي زیاته کړه چې ټولو کارکوونکو ته یې لارښونه کړې څو د عملیاتو پرمهال د خلکو مالونو ته زیان ونه رسوي او له خلکو سره نیک چلند وکړي. هغه لاسي توکو پلورونکي چې تر تنظیم وروسته په ځانګړو شویو ځایونو کې فعالیت کوي د کابل ښاروالۍ دا اقدام ستایي او پر ځای یې بولي. د پل خشتي سیمې یو لاسي توکي پلورونکی خواجه نبي وايي، چې د کابل ښاروالۍ د پاکارۍ له پروګرام راضي دي او د دوی دا اقدام د ځان په ګټه بولي، نوموړی وايي که نظم راشي کارونه ښه کیږي او له ټولو لاسي توکو پلورونکو یې هیله وکړه چې نظم په پام کې ونیسي او له بې نظمیو پاکو سیمو ته بیا لاړ نشي. فریدون یو بل لاسي توکي پلورنکی دی چې د کابل ښاروالۍ له دې اقدام ستاینه کوي او وايي چې په یوه ردیف کې د کراچیو ځای پرځای کول غوره اقدام دی، خو له پاکارۍ وروسته یو شمیر لاسي توکي پلورونکي بیرته پاکو سیمو ته ځي چې د نوموړی په وینا د دوی دا کار ښې پایلې نه لري او د کابل ښاروالۍ پرسونل مجبوري څو بیرته سیمه له دوی پاکه کړي. د کابل ښاروالۍ له لوري د پاکارۍ پیل شوي عملیات په ټولو سیمو کې عملي کیږي او هغه ګرځنده کراچۍ او لاسي توکي پلورونکي چې نا منظم فعالیت کوي، ځانګړو ځایونو ته لیږدوي.
بشپړ ښاري نظم ته د رسیدو په موخه د سیمو د تنظیمولو پر دوام
1 حوت 1400