وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:00 ق-ظ
طلوع آفتاب 5:44 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:1 ب-ظ
اذان مغرب 5:45 ب-ظ
اذان خفتن 7:8 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

روزنامه های کابل

د ۱۴۰۱ کال لپاره د پلان شویو پروژو په اړه د یوه خبري کنفرانس په لړ کې معلومات وړاندې شول

29 ثور 1401

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د ۱۴۰۱ کال لپاره د پلان شویو ۱۸۱ پروژو په اړه د یوه خبري کنفرانس په لړ کې رسنیو ته معلومات ورکړل. په یاد خبري کنفرانس کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید وویل چې اړینه ده په یادو پروژو کې ښاریان هم خپله ونډه ادا کړي او د کابل ښاروالۍ د ټولو پروژو په اړه د مالکیت احساس وکړي. کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال لپاره ۱۸۱ نویې او د تیرو کلونو د پروژو پلان کړي دي.  د یادو پروژو لګښت ټولټال ۴ ملیارده ، ۸۱۲ ملیونه افغانۍ دی چې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوایدو او پرمختیايي بودیجې څخه پلې کیږي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس نعمت الله بارکزي او د پلان پالیسۍ او راپور ورکونې رئیس محمد آصف جلالزي په خپلو خبرو کې وویل چې د ۱۴۰۱ کال پروژې برابرې پراختیا ته په کتو په هره ناحیه کې په عادلانه کچه په نظر کې نیول شوې دي او د ښاريانو غوښتنې او نظرونه هم پکې ځای پر ځای شوي دي. د پلان پالیسۍ او راپور ورکونې رئیس وویل چې په یادو پروژو کې نوې او د تیر کال یو شمیر پاتې پروژې شاملې دي او په هره ناحیه کې برابرې پراختیا کې په کتو په پلان کې نیول شوې دي. په یادو پروژو کې د نویو سړکونو جوړول، د سړکونو بیارغونه، تنظیفي چارې، د ترانسپورتي او ترافیکي زیربناوو رامنځته کول، د څلورلارو بیارغونه ، د ژورو څاه ګانو کیندل، د ماشینرۍ او تجهیزاتو اخیستل او دې ورته نورې برخې شاملې دي. د دغه پروژو  په پلي کیدو سره به د ښاري پراختیا او پرمختګ سربیره ډیر شمیر خلکو ته کاري زمینه برابره شي او چاپیريالي، ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې به رامنځته شي. کابل ښاروالي د پروژو په پلي کیدو او ساتنه کې د ښاریانو همکاري اړینه بولي او له ټولو کابل ښاریانو هیله لري څو په دې برخه کې له موږ سره هر اړخیزه همکاري او همغږي ولري.