د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا برخې پرسونل د زرغونو سیمو د خړوب او ساتلو په برخه کې هره ورځ زیار باسي، خو د امکاناتو د کموالي او د ښاریانو د همکارۍ نشتون ، په ځانګړې توګه د خپلو ملکیتونو مخې ته د ونو نه خړوبولو له امله یو شمیر ځایونو ته سمې اوبه نه رسیږي. د ونو د پاللو او خړوب په برخه کې ټول ګډ مسئولیت لري چې دا یوه اسلامي لارښونه هم ده، له دې کبله هیله کیږي، څو ټول د ښار په زرغونتیا او سمسورتیا کې برخه واخلو.
د ونو خړوب او ساتنه باید له هیره ونه باسو!
2 سرطان 1401