د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له باغ بالا تر قرغې سیمې د سړک د داغ نیولو چارې پیل شوې. یاد سړک په تیر کې د بار وړونکو موټرو د ډیر بار له امله ويجاړ شوى وو، چې اوس مهال یې په چټکۍ سره د داغ نیولو چارې روانې دي. کابل ښاروالي هڅه کوي څو هغه سړکونه چې ویجاړ شوي دي یو پر بل پسې ورغوي. دا کار تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللو وسایلو او ماشینونو په وسیله په معیاري توګه ترسره کیږي.
له باغ بالا تر قرغې دسړک د داغ نیونې چارې پیل شوې
9 سرطان 1401