کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د فېروز کوه کلتوري موسسې له استازو سره د مرادخانېو تاریخي سیمې د بیارغونې په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د مرادخانېو سیمې د بیا رغونې طرحه، چې یادې موسسې له لوري د تاریخي ځایونو، ښوونځیو، کوچنیو بازارونو، د لاسي صنایعو د ودې او د مسلکي او هنري انسټیټیوټ د جوړولو په اړه جوړه شوې وه، مثبته و ارزوله او د لا بډاینې په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه یو له بل سره شریک کړل. کابل ښاروال وویل چې، د معمارۍ پخوانۍ بڼې ته په کتو ښاري وده او پراختیا د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی، چې شته سرچینو او امکاناتو ته په کتو به په دې برخه کې ګډ کار وکړي ، څو په دې توګه صنعت کارانو ته کاري زمینه برابره شي. فېروز کوه موسسه د مرادخانېو سیمې بیارغونې ته لېوالتیا لري او کابل ښاروال له یادې موسسې سره د آسانتیاو برابرولو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.
کابل ښاروال د فېروز کوه موسسې له استازو سره وکتل!
31 سنبله 1401