وضعیت هوا – کابل


لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

درحال بارگذاری...

نرخ اسعار امروز

درحال بارگذاری...

روزنامه های کابل

د اتمې ناحیې اړوند دافع هوا غونډۍ کې دکوڅو جوړولو چارې روانې دي!

2 میزان 1401

8953.jpg (1820 × 1024)

د هبیتات موسسې په مرسته، د اتمې ناحیې د نهم ګذر دافع هوا غونډۍکې دشپږو فرعي کوڅو دجوړولو چارې روانې دي.  په دې اړه د اتمې ناحیې رئیس مولوي عبدالحي حکیمي وویل: په یاده پروژه کې چې دهبیتات موسسې په مرسته او دکابل ښاروالۍ داتمې ناحیې په همغږۍ مخ ته وړل کیږي، د دافع هوا غونډۍ نهم ګذر کې شپږ فرعي کوڅې د ( ۷۱۰ ) متره په اوږدوالي سره شاملې دي، چې په اساسي توګه به ورغول شي او د یادو کوځو په جوړیدو سره به ددې سیمې داوسيدونکو دتګ راتګ پر وړاندي خنډونه لرې شي. په ورته وخت کې د سیمې اوسیدونکو دیادو کوڅو په جوړیدو خوښي وښوده او وویل چې،ددغو کوڅو  په جوړیدو سره به خلګو ته یو لړ آسانتیاوي رامنځنته شي.