وضعیت هوا – کابل


لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

درحال بارگذاری...

نرخ اسعار امروز

درحال بارگذاری...

روزنامه های کابل

په چتګر کلا سیمه کې د سړک او لښتیو جوړولو چارې روانې دي!

3 میزان 1401

8956.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اوړند په چتګر کلا سیمه کې د (۱۷۱۰ ) مترو په اوږدوالي د سړک او لښتیو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم دوام لري. د یادولو وړ ده چې، تر دې دمه د یادې پروژې (۸۰ ) سلنه چارې ترسره شوې دي او ډیر ژر به یې پاتې چارې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د خاورو او خټو د شتون له امله د خلکو ستونزې حل او ورسره جوخت به ترانسپورټي آسانتیاوې هم رامنځته شي.