د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست، د دولتي او شخصي املاکود سندونو خوندیتوب او د آرشیف جوړولوپه موخه، په برښنايي بڼه د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړه. پخوا د املاکودغه سندونه په غیرمنظمه توګه په کڅوړو کې ساتل کېدل چې د خرابېدو او له منځه تللو امکان یې زیات ؤ. له بل لوري د یوه منظم سیستم د نشتون له کبله، له یوې خوا د سندونو په پیدا کولوکې ډیر وخت ضایع کېده، او بل خوا ښاریان او مراجعین له ګڼوستونزو سره مخ کیدل. اوس مهال ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د املاکو سندونو د خوندي کیدو په موخه، د ثبت او راجسترکیدو له پروسې وروسته، په پام کې ده چې د یاد ریاست له آرشیف څخه یو دیتابیس یا معلوماتي بانک جوړشي. د دولتي او شخصي املاکو له ثبت او راجسترسربېره، ټاکل شوې ده د ۲۲ ګونو ناحیو په کچه د ویش وړسپینې نمرې، ویشل شوې نمرې، ستونزه لرونکې او بېرته راګرځول شوې نمرې هم په یاد سیسټم کې ثبت شي.
په بریښنایي بڼه د املاکي سندونو د ثبت او راجسترلړۍ پیل شوه
1 جدی 1401