د پاک، زرغون او ښایسته ښار ددرلودلوپه موخه، د کابل ښاروالۍ دتنظیف ریاست کارکوونکي له ځنډ پرته خپلو ښاریانو ته د پاکوالي خدمتونه وړاندې کوي. دغه کارکوونکي تل د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کثافاتو په راټولولو او لېږدولو او د بندو لښتیو په پاکولو بوخت وي. له بده مرغه چې، يو شمېر ښاريان په بې پروایۍ سره کثافات هرې خواته غورځوي او يا هم له لښتیو څخه د کثافت دانیو په توګه کار اخلي، چې د دوی دغه ناوړه کار له یوې خوا د ښاري معیارونو او ښاري فرهنګ خلاف دی ،او له بلې خوا یې د کابل ښاروالۍ د زیارکښو کارکوونکو په وړاندې ستونزې زیاتې کړې دي.
تنظیفي چارې له ځنډ پرته ترسره کېږي
4 حوت 1401