وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:00 ق-ظ
طلوع آفتاب 5:44 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 4:1 ب-ظ
اذان مغرب 5:45 ب-ظ
اذان خفتن 7:8 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

روزنامه های کابل

د کابل ښاروالۍ د پوروړو د پلټنې کمېټې غونډه ترسره شوه

24 حوت 1401

9483.jpg (1820 × 1024)

د ا ا ا د کابینې دپرېکړې  له مخې، د عوایدو د شفافیت او د کابل ښاروالۍ له پوروړو څخه په سمه توګه د پورونو ترلاسه کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ، د چارو ادارې، مالیې، عدلیې او د کورنیو چارو وزارتونو او د پلټنې عالي ادارې د استازو په ګډون د پوروړو د پلټنې کمېټې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې له پوروړو څخه د پورونو ترلاسه کولو د عملیاتي مکانیزم په اړه پرېکړې وشوې، څو په دې توګه د ښار په کچه د ټولګټو او زیربنايي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره شي او د کابل ښاروالۍ په عوایدو کې چې ملي شتمني ګڼل کیږي، غوره بدلون راشي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال د ادارو له استازو څخه وغوښتل څو، د کابل ښاروالۍ له پوروړو څخه د پورونو په ترلاسه کېدو کې مرسته وکړي. ښاغلي سجستاني زیاته کړه چې، ښاریانو ته د خدمتونو وړاندې کول د کابل ښاروالۍ د جایدادونو د عوایدو پر بنسټ ترسره کیږي او په دې برخه کې باید هېڅ حکمي او حقیقي شخص غفلت او ناغیړي ونه کړي. نوموړي له هغو حکمي او حقیقي اشخاصو چې کلونه کیږي د کابل ښاروالۍ پوروړي دي غوښتنه وکړه ، څو هرڅه ژر خپل حساب پاک کړي، کنه له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. ورته مهال د کمېټې غړو ژمنه وکړه چې، په دې برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر راز مرسته کوي