الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دشت برچی ، ګولایي دواخانه او میرویس میدان په سیو کې د ترافیکی سمون او نظم په اړه د کابل ښاروال پیغام

 

د درنو ښاریانو د پام وړ !
کابل ښاروالۍ کابل ښاریانو ته د لا ډیرو آسانتیاو برابرولو په موخه ځانګړي کړنلاري په پام کې لري چې په پلي کیدو سره به یې ښاریانو ته ښاری آسانتیاوی برابري شي.
په همدې تړاو د سړکونو ترافیکي نظم د کابل ښاروالۍ په لومړیتوبونو کې ځاي لري،چې له هراړخیزو څیړنو وروسته د کابل ښار ځینو برخو کې ترافیکي نظم رامنځته شوي، د بیلګي په توګه د کابل لویدیځ سیمه چې په لاندې ډول تنظیم شوي.
د دشتي برچې،ګولایی دواخانه او د میرویس میدان د موټرو تم ځایونه په لاندې ډول تنظیم شوي.
•    د شهید مزاري څلور لاري نه ترمیرویس میدان پله پوري سړک د ښار په لور له یو اړخه دي
•    د سینما پامیر لین د کاسټرونو تم ځاي د فردوسي روغتون له مخې تر ګولايي دواخانې پوري
•    د پل سرخ لین د وسایطو تم ځاي د رابي سنټر مخې نه تر ګولايي دواخانې پوري
•    د قمبر څلورلارې او هنګرانو څلورلارې د وسایطو تم ځاي خپل پخواني ځای د میرویس میدان پله شمال لور ته لیږدول شوی
•    د بامیانو او دایکندي ولایتونو د وسایطو تم ځاي د قلعه نو لور ته لیږدول شوي
•    د  دشت برچې او دارالامان لین تونس موټرونه د سړک لویدیځ لوري ته په یو قطار کې تنظیم شوی
•    د دشت برچې کاسټر موټرونو تم ځاي د شهید مزاري څلور لارې نه ۵۰متره دشتي برچې سړک خوا لیږدول شوي
یادونه: په نورو ځایونو کې بی ځایه اودریدنه چې د ګڼي ګوڼي لامل کیږي منع ده، او د ترافیکو پولیس به له سرغړونکو سره قانوني چلند کوي.