
د ښار د منظمې پراختیا، له خپلسرو او غیرمعیاري ودانیو جوړولو څخه د مخنیوي، د اساسي زیربناوو د پراختیا او د استوګنې، سوداګرۍ، زدهکړې او تفریحي سیمو د رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست له لوري د کابل ښار د لوېدیځ زون د پراختیا تفصیلي پلان جوړ او تائید شو.
د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست د پلان جوړونې آمر انجنیر محمد صادق فرید وویل چې، دا پلان د کمپنۍ بازار (قلعه عبدالعلي) له وروستۍ برخې څخه پیلېږي او د میدان وردګو ولایت تر دروازې پورې غځېږي. دغه سیمه له لوېدیځ لوري له څوارلسمې ناحیې او له ختیځ لوري د کابل ښاروالۍ له دیارلسمې ناحیې سره ګډه پوله لري.
د نوموړي په وینا؛ د یادې سیمې ټول پراخوالی ۲۰ زره جریبه ځمکه دی چې، له دې اندازې ۱۶ زره جریبه ځمکه کابل ښاروالۍ ته لېږدول شوې ده او د ۱۲ زره او ۷۳۶ جریبه ځمکې لپاره، په درېیو برخو (الف، ب او ج) کې تفصیلي پلان جوړ او د کور او ښار جوړونې وزارت د نقشو د ځانګړي کمیسیون له لوري تر ارزولو وروسته تائید شوی دی. همدا راز د پاتې ځمکو د پلان جوړولو چارې هم روانې دي.
ورته مهال د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست کارپوه انجنیر فضل الرحیم څرګنده کړه چې، په یاد پلان کې د استوګنې لپاره ۱۶ زره او ۸۰۸ قطعې ځمکې د پنځه، څلور، درې او دوه بسوهيي ځمکې د ارزانه کورونو او تر یوه جریب پورې د ویلايي کورونو لپاره ځانګړې شوې دي.
همدا راز په دې طرحه کې ۷۴ خالص استوګنیز بلاکونه هم په پام کې نیول شوي، چې ۲ زره او ۶۴۲ اپارتماني واحدونه په بېلابېلو مساحتونو کې رانغاړي. دغه پلان د څه باندې ۷۲۰ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري. په همدې توګه د خدماتي، ښوونیزو، روغتیايي او ټولنیزو زیربناوو له پلوه، دغه طرحه د مهمو ښاري تأسیساتو لرونکې ده، چې په هغه کې تر ۱۵ پوړونو پورې استوګنیز او سوداګریز بلاکونه، دوه پوهنتونه چې، د ۳۰ زره محصلانو ظرفیت لري، دوه روغتیايي کمپلکسونه، یو لوی عیدګاه جومات چې، د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري، ۱۰ جامع جوماتونه، څه باندې ۵۰ سیمه ایز جوماتونه، ۴۵ لېسې او ښوونځي، ۱۲ کلینیکونه، ورزشي لوبغالی، د نیمه لوړو زده کړو انستیتیوت، ۱۳ دیني مدرسې او دارالحفاظونه، یو مسلکي ښوونځي، یو دارالایتام او د نه لېدونکو لپاره یوه ځانګړی ښوونځی په پام کې نیول شوي دي.
دغه پلان د یوې منظمې او له اساسي خدمتونو برخمنې ښاري سیمې د رامنځته کېدو زمینه برابروي او کولای شي د کابل ښار په متوازن پرمختګ، د ښاریانو د ژوند د کیفیت په لوړولو او د ښار د غیر پلاني او نا منظمې پراختیا له امله د رامنځته شویو ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
تاسو کولای شئ یاد پلان په لاندې تړوني وګورئ او له جزئیاتو یې خبر شئ
د کابل ښار د لوېدیځ زون د پراختیا تفصیلي پلان جوړ او تائید شو
1 قوس 1405


