الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پروان هوټل په سیمه کې د سوداګریزې او استوګنیزې ګډې ودانۍ د جوړولو چارې ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري

30 عقرب 1405


د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکټور په مرسته، د یوولسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل ته څېرمه د یوې لویې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ د جوړولو چارې ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده دغه پروژه په راتلونکو اوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه ودانۍ چې، په ټولیزه توګه په ۳۸۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړېږي، ۳۰۰ متره مربع یې د زرغونې سیمې د جوړولو لپاره ځانګړې شوې او اصلي ودانۍ په ۳۵۰۰ متر مربع ځمکه کې طرحه شوې ده. دغه ودانۍ ۱۰ پوړونه او دوه تکهوۍ لري چې له بشپړېدو وروسته به بېلابېلې سوداګریزې او استوګنیزې برخې ولري.
د معلوماتو له مخې، د ودانۍ له دوو لاندنیو پوړونو څخه یو یې د ۱۰۰ موټرو د تمځای لپاره ځانګړی شوی دی. همدا راز لومړي پنځه پوړونه به یې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره ځانګړي وي، چې هټۍ، رستورانتونه، سوداګریز دفترونه او د لوبو ځایونه به پکې شامل وي.
د دغې ودانۍ استوګنیزه برخه په شپږو پوړونو کې طرحه شوې، چې په ټوله ۷۲ آپارتمانونه او هر اپارتمان به یې درې یا څلور خونې ولري. همدا راز د جومات، لمریزې او ښاري برښنا، لفټ او نورې آسانتیاوې هم په یاده ودانۍ کې په پام کې نیول شوې دي.
د دې پروژې اساسي موخه، د ښاریانو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرول، د اقتصادي فعالیتونو پراختیا، د معیاري استوګنیزو واحدونو رامنځته کول او پانګونې ته د خصوصي سکټور هڅول دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریان په یوه واحده ودانۍ کې سوداګریزو او استوګنیزو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او د اقتصادي فرصتونو په رامنځته کېدو او د ښاري زیربناوو په پراختیا کې به هم مهم رول ولوبوي.