د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د عوایدو لوړوالۍ پخاطر د کابل ښاروال پیغام

کابل درنو ښاریانو! له کوم وخت راهیسي چې په دې اداره کې د فساد په وړاندې مبارزه پیل شوی، تر دي دمه د ډیرو لاسته راوړنو شاهدان یو، چې له دي ډلي څخه یو هم د دي ادارې د عوایدو لوړوالي دي، په تیر یو کال کې کابل ښاروالۍ شاوخوا۸۰۰میلونه افغانۍ د تیرکال په پرتله عواید راټول کړی، چې دا خپله د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ پلاوي له لوری د فساد مخنیوی او د په عواید کې د ړونتیا ښکارندوي کوي. دغه لاسته راوړنه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ، کارکونکو او کابل درنو ښاریانو د هلوځلو او مرستو پایله ده، کابل ښاروالۍ د تیر په څیر د فساد مخنیوی کې په جدي توګه مبارزه کوي او هیچا ته به دا اجازه ورنکړی چې په دی اداره کې په فساد لاس پوري کړی، همدارنګه د کابل ټولو درنو ښاریانو نه هیله کیږی ترڅو د دي ناوړه پدیدي په وړاندې د مبارزي په برخه کې زمونږ سره مرسته وکړي،ترڅو ړونتیا رامنځته شي او ښاري چوپړونه په ښه توګه پلی شي.