د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کوټه سنګي هوايي پله د ښکلا او رنګولو چارې بشپړې او نندارې ته وړاندې شو

11735.jpg (1820 × 1024)

د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د کوټه سنګي( میرویس میدان) د هوايي پله د ښکلا او رنګولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دې مراسمو کې د ودانیزو چارو مرستیال د خصوصي سکټور له غړو چې، تر اوسه یې په ښاري ښکلا کې برخه کې اخیستې مننه وکړه او ویې ویل: د ارزول شویو پلانونو له مخې به د ښار په بڼه کې مثبت بدلون راولو او په بېلابېلو سیمو کې به د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي شي ترڅو د ښاریانو په رواني دید کې غوره بدلون راشي. په همدې توګه د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت رئیس مولوي عبدالحبیب وویل: د ډیزاین او پلان له مخې د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د یاد پله لاندنۍ برخه، دیوالونه او شاخوا د یادو ریاستونو د کارکوونکو له لوري په بنسټیزه توګه رنګ او د څراغونو په نصبولو سره ښکلي شول. مخکې د یو شمېر ښاریانو له لوري د دې پله په دیوالونو ناقانونه اعلانونه نصب او لیکل شوي وو چې، پاک او رنګ شول. په راتلونکې کې به د دې پله د دیوالونو پاک ساتلو په موخه د اعلانونو له لیکلو څخه مخنیوی وشي