الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د درېیو سترو زېربنايي پروژو د کار بهیر وارزاوه

12 عقرب 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د بره‌ کي څلورلارې د هوایي پله او ځمکې لاندې سړک، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پله او د شهی_د هنګرها څلورلارې د انټرچینج پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه او د دغو سترو زېربنايي پروژو د عملي چارو وضعیت یې له نږدې وارزاوه.
کابل ښاروال د دغې لیدنې پر مهال د کار د پرمختګ څرنګوالی او د ودانیزو فعالیتونو کیفیت وڅېړه او د تخنیکي سندونو، معیارونو او ودانیزوسټنډرډونو پر رعایتولو یې ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې، د هر ډول غفلت مخه ونیسي او ودانیزې چارې دې په چټکۍ اوغوره کیفیت پر مخ یوسي.
کابل ښاروال د هغو مسئولینو هڅې او وړتیاوې وستایلې چې، د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې اغېزمن او د ستاینې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
هغه ټینګار وکړ چې، د پروژو ټولې چارې دې باید د تخنیکي معیارونو او ټاکل شویوبرنامو له مخې ترسره شي.
کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، له شته امکاناتو څخه په اغېزمنې ګټې اخیستنې، د کاري ظرفیتونو په لوړولو او دوامدارې څارنې سره دې د پروژو د پلي کېدو بهیر چټک کړي، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او غوره کیفیت سره بشپړې شي.
نوموړي د سړو موسم رانږدې کېدو ته په اشارې ټینګار وکړ چې، هڅې دې لا زیاتې شي، څو د بره‌ کي څلورلارې او د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پلونو د جوړولو پروژې په لنډ وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
________