
کابل ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو اوله دولتي ځمکو څخه د ناقانونه ګټې اخیستنې د مخنیوي په لړ کې، د پنځمې ناحیې اړوند د ریګریشن په سیمه کې ۶۰ جریبه غصب شوې ځمکه له ناقانونه تأسیساتو پاکه کړه.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: په دې سیمه کې د ناقانونه تأسیساتو د پاکولو بهیر، یو کال وړاندې د خبرتیا له ورکړې او د علماوو شورا له خوا د ټاکل شوې درې میاشتني مهلت له پای ته رسېدو وروسته عملي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې، د پاکولو بهیر په بشپړېدو سره په دې سیمه کې د پراختیايي برنامو د پلي کېدو زمینه برابره شوې او یاده ځمکه د قانوني او معیاري ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوې ده.
یاده ځمکه په تېرو کلونو کې د ځینو کسانو له خوا په بېلابېلو پلمو غصب شوې وه، چې اوس د ناقانونه تأسیساتو په لرې کولو سره له ناقانونه ولکې څخه آزاده شوې ده.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو، د ځمکو د غصب د مخنیوي او له ښاري ځمکو څخه د قانوني او معیاري ګټې اخیستنې د تأمین په برخه کې ژمنه ده او په کابل ښار کې به په ټولو ناحیو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لړۍ په جدي توګه روانه ساتي.
په پنځمه ناحیه کې ۶۰ جریبه غصب شوې ځمکه له ناقانونه تأسیساتو پاکه شوه
13 عقرب 1405


